ټول خلک ستاسو پر معیارونو بشپړ نه دي برابر، تمه یې مه لرئ

ساخت وبلاگ
  • لیکنه: ډاکټر هینري کلاوډ
  • ژباړه: احمد فرهاد توتاخیلایا داسې کوم وخت شوی، چې ستا په نظر هرڅه بشپړ بریښیدلي اوسي او یاهم تا فکر کړی وي، چې همدا شیان به تل دوام کوي؟

دغه وختونه کوم دي او څنګه کولی شو، چې موږ په خپل ژوند کې همداسې وختونه نور هم رامنځته کړو؟

په اندریوډ ټیلفون کې له دې ځایه یاران اپ ښکته کولی شئ. او د انټرنیټ په کمه ډیټا د یاران لیکنې لوستلی شئ

په اندریوډ ټیلفون کې له دې ځایه یاران اپ ښکته کولی شئ. او د انټرنیټ په کمه ډیټا د یاران لیکنې لوستلی شئ

موږ ټول یو بشپړ طبیعت لرو او په دغه بشپړ طبیعت کې، هر یو د خپلو هیلو په حقیقت بدلولو کې بریالی کیږي، خو اوس پوښتنه دا ده چې، هغه کوم کسان دي چې خپلې هیلې په حقیقت بدلولی شي؟

که څه هم موږ په یوه بشپړه نړۍ کې ژوند نه کوو، نو په همدې اساس باید هغه نیمګړي او ناتکمیله کارونه او شیان کنټرول کړو، چې زموږ او ستاسې له ورځني ژوند سره تړاو لري. سره له دې چې موږ او تاسې په یوې داسې نړۍ کې ژوند کوو، چې ډیری وخت ځینې خلک له موږ سره بد چلند کوي، خو موږ باید د خپل د شخصیت په نظر کې نیولو سره د هغوی د بد چلند په مقابل کې ښه وکړو او خپل سپیڅلتیا او معقولې لاسته راوړنې تعقیب کړو.

موږ باید په خپل وجود کې داسې شخصیت جوړ کړو، چې وکولی شو حقیقت ته ښه راغلاست ووایو او په هغو ننګونو برلاسي شو، چې زموږ په لار کې خنډونه جوړوي او نه مو پریږدي چې مخ پر وړاندې لاړ شو. د دغه شخصیت جوړونې یوه برخه دا ده، چې باید خپل نیمګړتیاوې او عیبونه ومنو. ښایي چې نور خلک ځینې داسې خوي و خواص ولري، چې تا به هیڅ نه خوښیږي، خو که چیرې ته خپل ځان ته د نورو خلکو له فکري زاويې نظر وکړې، نو کیدای شي چې هماغه یاهم هماغه ته ورته ځینې خوي و خواص ستا په وجود کې هم نغښتي وي، چې تا به تر دې هیڅ ورته پام شوی هم نه وي. د نورو خلکو د مطالعه کولو پرځای، موږ باید لومړۍ خپل ځان مطالعه کړو. که چیرې خپل خوي و خواص ته نظر ونه کړو، نو د نورو خلکو ځینې خوي و خواص به مو په دوامداره توګه د نهیلۍ ژورې کندې ته ورګوزار کړي او د نورو پر وړاندې د بدبینۍ حس به مو زیات کړي. هر انسان له عیبونو ډک دی او هیڅوک هم بشپړ نه دي. په همدې اساس، کله چې موږ له نورو څخه د بشپړوالي تمه پریږدو، نو هماغه ده چې په ژوند کې مو خوښي او سوکالي راڅرګندیږي او د ارامتیا احساس کوو.

یو بل منل، بخښل او هر چاته فکري ازادي ورکول نه یوازې دا چې زموږ اړیکي له نورو سره ښې کوي، بلکې موږ ته د دې اجازه راکوي چې ترڅو هغه شیان په خپله تجربه کړو، چې نور خلک یې موږ ته اهدا کوي. په نیمګړې نړۍ کې، ښايي داسې وخت راشي چې موږ هماغو اهدا شویو شیانو ته اړتیا پیدا کړو. همدارنګه، له نورو خلکو سره د اړیکو د پراخولو او پیاوړو کولو لپاره که چیرې موږ ټول منونکي واوسو او هرڅوک په خپل ذاتي خوي و خواص سره ومنو، نو په دې صورت کې به د یوه پرانیستي او مثبت ذهن خاوندان واوسو او نهیلي توب ته به د پای ټکی کیږدو.

په پای کې، موږ ټول د معقولو پایلو په لټه کې یو او هغه څه ترسره کوو، چې له وسې مو پوره وي، خو که چیرې له غوره شخصیت سره د حقیقت پر بنسټ ولاړ لید ولرو، نو په دې صورت کې به وکولی شو چې د بریاوو تر هغو لوړو پوړیو ورسیږو، چې وړتیا یې لرو.

Pasto: HP lead articles...
ما را در سایت Pasto: HP lead articles دنبال می کنید

برچسب : نویسنده : کاوه محمدزادگان afghaniha بازدید : 212 تاريخ : جمعه 1 دی 1396 ساعت: 2:00