د کرکټ ۱۰ اوریزه سیالۍ د پښتون او کیراله کینګز په بریاوو پیل شوې

ساخت وبلاگ

د متحده عربي اماراتو په کوربه توب د لمړي ځل لپاره د کرکټ په تاریخ کې په نوې بڼه ۱۰ اوریزه سیالۍ پیل شوې، چې پکې کیراله کینګز او پښتون لوبډلې بریاوې خپلې کړې.

په دې سیالیو کې چې د پښتون، پنجابي لیجینډز، مراتا اربینز، بنګال ټایګرز، کیراله کینګز او کولمبو لاینز لوبډلو ګډون کړی دی، په لمړیو دوه لوبو کې د کیراله کینګز لوبډله د بنګال ټایګرز او پښتون لوبډله د مراتا اربینز پر وړاندې په سیالیو کې مخامخ شوې، چې پکې دواړو بنګال ټایګرز او مراتا اربینز خپلو سیالانو ته ماتې وخوړې.

په اندریوډ ټیلفون کې له دې ځایه یاران اپ ښکته کولی شئ. او د انټرنیټ په کمه ډیټا د یاران لیکنې لوستلی شئ

په اندریوډ ټیلفون کې له دې ځایه یاران اپ ښکته کولی شئ. او د انټرنیټ په کمه ډیټا د یاران لیکنې لوستلی شئ

د بیګا شپې په سیالیو درې افغان لوبغاړي نجیب الله ځدران، مجیب ځدران او ظاهر خان د خپلو لوبډلو په ګټه سیالۍ ترسره کړي، چې د نجیب الله ځدران په شتون کې پښتون لوبډلې لمړي بریا، خو بنګال ټایګرز د مجیب ځدران او ظاهر په شتون کې بریا حاصله نکړه.

د نن ورځ او شپې په لوبو کې به ۴ سیالۍ ترسره شي، چې پکې بنګال ټایګرز د پنجابي لیجنډز، مراتا اربینز د کولمبو لاینز، پنجابي لیجننډز په دویمې سیالۍ کې د کیراله کینګز او پښتون لوبډله په دویمه لوبه کې د کولمبو لاینز سره د لوبې په ډګر کې مخامخ شي.

د ټي ټین یا د کرکټ دا ۱۰ اوریزه سیالۍ به د همدې ډیسمبر میاشتې تر ۱۷ مې نیټې پورې دوام وکړي.

Pasto: HP lead articles...
ما را در سایت Pasto: HP lead articles دنبال می کنید

برچسب : نویسنده : کاوه محمدزادگان afghaniha بازدید : 291 تاريخ : يکشنبه 26 آذر 1396 ساعت: 11:58