نن ماښام به د نړۍ ګڼې مشهورې ودانۍ په ابي رڼا روښانه شي

ساخت وبلاگ

د بشري حقونو د نړیوالې ورځې په مناسبت او په نړۍ کې د بشري حقونو د تامین د هڅو سره د ملاتړ په خاطر به نن له نیویارک نیولې تر لبنان پورې د نړۍ ګڼې مشهوري ودانۍ په ابي نور روښانه شي.

د بشري حقونو د څارنې نړیوالې ادارې په یوې اعلامیې کې ویلي” په درسته نړۍ کې په نن ۲۴ مشهورې ودانۍ د بشري حقونو د ارزښتونو ( مساوات، درنښت او عدالت) ته د درناوي د غورځنګ په خاطر په ابي نور روښانه وي“

په اندریوډ ټیلفون کې له دې ځایه یاران اپ ښکته کولی شئ. او د انټرنیټ په کمه ډیټا د یاران لیکنې لوستلی شئ

په اندریوډ ټیلفون کې له دې ځایه یاران اپ ښکته کولی شئ. او د انټرنیټ په کمه ډیټا د یاران لیکنې لوستلی شئ

په دې ودانیو کې په لبنان کې د بیروت د ملي موزیم ودانۍ، د امریکا په شیکاګو کې د جان هانکوک د مرکز ودانۍ، په فرانکفورت کې پاول شیرچې ودانۍ ، د سویس په جینوا کې د جیټ دې ایوا ودانۍ، په نیویارک کې د ایمپایر سټیټ ودانۍ، میامې کې د ازادۍ څلی، په سیدني کې اوپیرا هاوس، تایوان کې د تایپي لوړه ودانۍ، کاناډا کې د تورنټو د سي این برج او یو شمیر نورې شاملې دي چې نن ماښام د ابي رنګ په لرلو نړۍ ته دا مهال د بشري حقونو د ناسم وضیعت ور په زړه کړي.

د بشري حقونو د څار نړیواله ډله وايي، دا یوازې سنبولیک څه نه دي چې د بشري حقونو د ورځې په مناسبت ترسره کیږي، بلکې دا د ټولې نړۍ څخه د بشري حقونو د ساتنې په برخه کې د عمل غوښتنه کوي.

د بشري حقونو نړیوال سازمان وايي، دا مهال په ټوله نړۍ کې د حکومتونو، لویو قدرتونو، وسلوالو ډلو او نورو له خوا په پراخه پیمانه بشري حقونه نقض کیږي، چې نړۍ یې باید په وړاندې چوپه خوله پاتې نه شي.

تیر کال د بشري حقونو له پلوه نړۍ کې یو ناوړه کال وو. په همدې کال کې سلګونه زره روهنګیه مسلمانان د نړۍ د سترګو په وړاندې د میانمار حکومت وزپل، کلي یې وسوزول او بنګله دیش کې د ناوړه شرایطو کمپونو ته ټیل وهل.

همدرنګه تیر کال د امریکا، اروپا او اسیا په لویو وچو کې په نورو هیوادونو کې هم په پراخه توګه د بشري حقونو سرغړاوي روان وو. د افغانستان او سوریې په څیر جګړه زپلو هیوادونو کې حکومتونو، مخالفو وسلوالو، زورواکو، جنایتکارو ډلو او په ټولنو کې حاکمو ناسمو رواجونو د میلونونو انسانو لومړي انساني حقونه واخیستل .

د میانمار په څیر هیوادونو کې بیا حکومتونو په ډیر فجیع او شرمونکې ډول د اقلیتونو پر ضد زپوونکي اقدامات کول، او په اروپا او امریکا کې هم د مسلمانو او نورو اقلیتونو په وړاندې د حکومتي ادارو، ډلو او سازمانونو له خوا تبعیض نارې وهلې .

لنډه دا چې په پرمختللي او وروسته پاتې هیوادونو کې د بشري حقونو معیارونه تیر کال تر ډيره له پامه غورځول شوي وو.

Pasto: HP lead articles...
ما را در سایت Pasto: HP lead articles دنبال می کنید

برچسب : نویسنده : کاوه محمدزادگان afghaniha بازدید : 185 تاريخ : سه شنبه 21 آذر 1396 ساعت: 12:14