کمیلاویکټورنیز او رانګپور رایډرز فاینل ته د رسیدو په تکل کې دي

ساخت وبلاگ

د بنګله دیش د کورني ۲۰ اوریزه کرکټ غوره لیګ تجارتي سیالیو پنځم پړاو لوبو کې د کمیلا ویکټورینز او رانګپور رایډرز کرکټ لوبډلې پای لوبې ته د رسیدو په هڅه کې دي.

د «بي پي ایل» یا بنګله دیش د کورني ۲۰ اوریزه کرکټ غوره لیګ سیالیو کې تیر ماښآم دواړه لوبډلې د لوبې دګر ته ولاړې، خو د باران د زیات اورښت له کبله لوبه د نن ورځې ته وځنډیده.

په اندریوډ ټیلفون کې له دې ځایه یاران اپ ښکته کولی شئ. او د انټرنیټ په کمه ډیټا د یاران لیکنې لوستلی شئ

په اندریوډ ټیلفون کې له دې ځایه یاران اپ ښکته کولی شئ. او د انټرنیټ په کمه ډیټا د یاران لیکنې لوستلی شئ

د کمیلا ویکټورینز لوبډله به د رانګپور رایډرز لوبډلې سره نن د ماښآم په ۶ بجو د دویمې لوبډلې په توګه پای لوبې ته د رسیدو په موخه خپل بخت ازمايي.

دواړه کمیلا ویکټورینز او رانګپور رایډرز هغه لوبډلې دي، چې پکې افغن لوبغاړو ته د لوبیدو موقع ورکړل شوې ده، چې له ډلې یې سمیع الله شینواری لا هم د رانګپور لوبډلې لپاره بنګله دیش کې پاتې دی، خو ۵ نور افغان لوبغاړي د خپلې ملي لوبډلې د سیالیو په موخه بیرته را ستانه شوي دي.

د پنځم پړاو په دې سیالیو کې محمد نبي عیس خیل، راشد خان او مجیب ځدران د کمیلا ویکټورینز، نجیب الله ځدران د چیټا ګانګ ویکنګز، سمیع الله شینواری او ظاهر خان د رانګپور رایډرز لوبډلې په ګټه لوبیدلي دي.

د کرکټ دغه ۲۰ اوریزه کرکټ سیالۍ، چې د تیرې نوامبر میاشت په ۴ مه نیټه په بنګله دیش کې پیل شوې دي، چې پکې د تیر کال دفاعي اتله ډهاکه ډینامیټس همدې کمیلا لوبډلې ته په تیرې سیالۍ کې په ماتې ورکولو سره د لمړۍ لوبډلې په توګه یو ځل بیا پای لوبې ته رسیدلې ده.

د یادونې وړ ده، چې د تیر ۲۰۱۶ م کال ۴ م پړاو د بي پي ایل په نامه د دې ۲۰ اوریزه کرکټ تجارتي غوره لیګ سیالیو کې د ډهاکه ډینامیټس او راج شاهي کینګز لوبډلې په پای لوبه کې سره مخامخ شوې، چې ډهاکې لوبډلې راج شاهي کینګز ته په ماتې ورکولو سره د دغه لیګ اتلولي په خپل نوم کړې وه او دا ځل به هم د خپلې تیرې اتلولۍ څخه دفاع کوي.

د دغه سیالیو پای لوبه به د روانې ډیسمبر میاشتې په ۱۲ مه نیټه یعنې سبا په بنګله دیش کې ترسره شي.

Pasto: HP lead articles...
ما را در سایت Pasto: HP lead articles دنبال می کنید

برچسب : کمیلاویکټورنیز,رانګپور, نویسنده : کاوه محمدزادگان afghaniha بازدید : 212 تاريخ : سه شنبه 21 آذر 1396 ساعت: 12:14