د هندي سینما پخوانی اکټر شیشي کپور ومړ

ساخت وبلاگ

د هندي سینما نامتو اکټر شیشي کپور له اوږدې ناروغۍ وروسته د ۷۹ کلونو په عمر ومړ.

د پخوانۍ هندي سینما دا ستورې له تیرو څو میاشتو راهېسې ناروغ او ډیر وخت په روغتون کې و. نوموړې نن سهار وختي د ممبيي په یو روغتون کې ومړ.

په اندریوډ ټیلفون کې له دې ځایه یاران اپ ښکته کولی شئ. او د انټرنیټ په کمه ډیټا د یاران لیکنې لوستلی شئ

په اندریوډ ټیلفون کې له دې ځایه یاران اپ ښکته کولی شئ. او د انټرنیټ په کمه ډیټا د یاران لیکنې لوستلی شئ

د ” دیوار “ مشهور فلم دا نامتو هندي اکټر له ۲۰۱۴ م کال راهېسې له بیلابیلو ناروغیو کړیدو او څو ځل یې جراحي عملیات هم شوي وو.

د شیشي کپور وراره رنبیر کپور رسنیو ته د خپل تره د مړینې خبر تایید کړی خو په دې اړه یې ډیر جزییات نه دی ورکړي.

له شیشي کپور یوه لور سنجنا کپور او دوه زامن کونال کپور او کرن کپور پاتې دي.

شیشي کپور چې د هندي سینما د نامتو ”کپور “ کورنۍ غړی و په څلور کلنۍ کې فلمونو کې کار پیل کړی و او د ماشوم رول یې لوباوه. خو په ۱۹۶۱ م کال کې د لومړي ځل لپاره هندي د ( درم پوترا) په نوم فلم کې په مخکښ رول کې راڅرګند شو.

هغه ته د هند حکومت په ۲۰۱۱ م کال کې ددې هیواد معتبره هنري جایزه ورکړه او په ۲۰۱۵ م کال کې د هند د سینما بله معتبره جایزه ( Dadasaheb Phalke) ورکړل شوه.

ریشي کپور په ۱۱۶ هندي فلمونو کې مهم او مخکښ رولونه لوبولی دی چې ډیر یې مشهور فلمونه دي لکه: دیوار، جب پهول کیهلې، نمک حلال، شرمیلې، کبهې کبهې، جنون، دو اور دو پانچ، سوهانا سفر، کالا پهتر، چهوري میرا کام، شان ………. او نور..
د نوموړې ګڼ فلمونه له امیتابچن سره شریک دي چې لا هم ډیر زیات لیدونکې لري.

شیشي کپور د هندي سینما لومړی اکټر دی چې په نړیوالو فلمونو کې یې هم رول لوبولی دی. سیدارتها د بوداها په ژوند جوړ شوی امریکايي او بریتانوي فلم دی چې شیشي کپهور په کې د سیدارتها رول لوبولی دی.

Pasto: HP lead articles...
ما را در سایت Pasto: HP lead articles دنبال می کنید

برچسب : نویسنده : کاوه محمدزادگان afghaniha بازدید : 175 تاريخ : سه شنبه 14 آذر 1396 ساعت: 6:23