ستاسې پرمختګ او دا ۹ شیان سره تړلي

ساخت وبلاگ

لیکنه: مانو
ژباړه: غازي عابد

۱- یو روزمره لیست یا مهالویش جوړول.

په اندریوډ ټیلفون کې له دې ځایه یاران اپ ښکته کولی شئ. او د انټرنیټ په کمه ډیټا د یاران لیکنې لوستلی شئ

په اندریوډ ټیلفون کې له دې ځایه یاران اپ ښکته کولی شئ. او د انټرنیټ په کمه ډیټا د یاران لیکنې لوستلی شئ

یو لیست برابر کړئ، هغه څه چې کوئ هغه هم په کې ولیکئ او هغه چې مو کړي دي هغه هم په کې ولیکئ. په همدې ‌ډول سره مو خپلو موخو ته ورو ورو تګ وکړئ. دا په ژوند کې د هدفونو او د هغه څه چې غوښتنه یې کوې، تر ټولو غوره او مناسبه لار ده.

۲- تمرین، حرکات او ساعتیري وکړئ.

کلبت ته ولاړ شئ، نڅا وکړئ، فلم وګورئ، خوندور کارونه وکړئ، وجود مو په حرکاتو راولئ، خپل صحت او وضعیت ښه والي په موخه ورزشونو او نورو ګټورو کارونو ته مخه کړئ.

۳- اوبه.

ښې ډیرې او پریمانه اوبه وڅئ، تاسې دا کار وکړئ او په دوامداره توګه ترې استفاده وکړئ، بیا یې پایله وګورئ چې څومره مثبته او ګټوره به وي.

۴- ریاضت.

یوه مفکوره وټاکه، په همدې مفکورې ښه تمرکز وکړه او ټول فکر او ریاضیت مو پرې ورټول کړه، یعنې ډیر زیات او ژور فکر پرې وکړه. لږ تر لږ تر ۵ مینټو پورې دې فکر یوازې په همدې راوڅرخوه او نور هرڅه هیر کړه. که دا کار مو وکړ نور خامخا به په خپل پلان کې سم او ناسم ووینئ او پریکړې به مو هم سمې وي.

۵- لوستل.

یو خبر ولوله، له کتابتونه د ناول یو کتاب واخله ویې لوله او یا هم حداقل ورځني مسایل په دقت ولوله. همداراز تل هڅه کوئ چې ورځ تر بلې نوی شی وټاکئ، ولولئ او زده یې کړئ.

۶- سبزیجات.

هغه سبزیجات چې ستا لپاره ښه او ګټور وي استفاده ترې وکړه. اکثره شنه شیان وي.

۷- خلک.

له هغو خلکو سره کیښنه پاڅه چې له تاسره ناسته پاسته کوي او عزت دې کوي، یا ته اهمیت ورکوي، ځکه داسې له طبعیت برابر خلکو سره ناسته پاسته پرمختګ درکوي، خو دا باید سم او ښه خلک وي.

۸- خپل وخت مو محدود کړئ.

که چیرته مو له موبایل سره کار وي، په هماغه مشخص وخت کې هغه ترسره کړئ، نور پرې بې ځایه خپل وخت مه تیروئ، بلکې ددې پر ځای هڅه وکړئ چې نور کارونه وکړئ. یعنې هر کار په هماغه خپل وخت کې مشخصهً وکړئ.

۹- منندویه.

هغه څه چې په سهار او ماښام یې تاسې لرئ یا په ژوند کې درسره وي، پرې شکر وباسئ او مننه ادا کړئ. خو دا مننه په دې مانا نه چې غلي کیښنئ، بلکې هڅه وکړئ چې لا ډیره خواري او کوښښ وکړئ.

Pasto: HP lead articles...
ما را در سایت Pasto: HP lead articles دنبال می کنید

برچسب : نویسنده : کاوه محمدزادگان afghaniha بازدید : 205 تاريخ : سه شنبه 14 آذر 1396 ساعت: 6:23