دا ۱۷ خبرې خپل ریس(د کارځای مشر) ته مه کوئ

ساخت وبلاگ

لیکوال: ډیف کرفین، د نیوز کم ای یو اجرائیه مشر –

ژباړه: شاهین 

په اندریوډ ټیلفون کې له دې ځایه یاران اپ ښکته کولی شئ. او د انټرنیټ په کمه ډیټا د یاران لیکنې لوستلی شئ

په اندریوډ ټیلفون کې له دې ځایه یاران اپ ښکته کولی شئ. او د انټرنیټ په کمه ډیټا د یاران لیکنې لوستلی شئ

“ما یوازې پریږده”! کلونه مخکې مې همدا خبره د دندې پر مهال د راډیو مشر ته وکړه. زه ځوان وم؛ باانرژي وم. خپلې ادارې ته مې ښه کار کاوه او په خپله دنده کې مې ښې لاس ته راوړنې هم درلودلې.
خو؛
خو زه به هر سهار ناوخته دفتر ته راتلم او څنګه به چې د خپل ریس له خونې تیریدم، هغه به خپل ساعت ته وکتل. وبه يې لیدل چې ما ناوخته کړی. سر به يې په نارضایتۍ سره وخځاوه. زه پوهیدم، چې دا سم کار نه دی، چې زه دفتر ته ناوخته راځم؛ خو د خپل ریس ساعت ته کتل او بیا په دې ډول ناخوښي ښودلو هیڅ خوند نه راکاوه.
یوه ورځ په ۹ بجو او ۵ دقیقو دفتر ته راغلم او څنګه چې د ریس له خونې تیریدم، هغه بیا خپل ساعت ته ولیده او سر يې وخوځاوه. دا ځل نو مې د صبر کاسه ډکه شوه. سیده دفتر ته ورننوتم او ورته مې وویل، چې ما یوازې پریږدي.
زه يې په هماغه ورځ بیرته کور ته راولیږلم. موږ بیا خبرې وکړې او په دې پوه شو، چې هغه ته په خپل وخت راتلل څومره مهم وه او ماته مثبت فیډبک څومره مهم وو! موږ په دې سره پوه شو؛ خو زمو اړیکې بیا هیڅکله سره جوړې نه شوې.
۱۵ کاله وورسته دادې زه یو ریس یم. اوس زه په دې پوهیږم، چې د یو ریس لپاره خلاص زهنیت او ازاده مفاهمه څومره مهمه ده.
اوس هم ممکن ځینې مهم ټکې له ویلو پاتې وي. ما له ۱۷ مدیرانو سره خبرې کړې او له هغوی مې پوښتلي، چې څه بیخونده او خرابې خبرې ورته شوي. تاسې به يې ولولئ او دا ټکې خپلو ریسانو او هغو ته چې په کار کې ستاسو مشران وي مه وایئ.

۱ـ زه دلته یوازې د پیسو ګټلو موخه لرم.
چین کې زیاتره خلک په دفترنو کې د پیسو ګټلو په موخه کار کوي. که په معاش کې يې وخت په وخت زیاتوالی رانه وړئ، دوې درسره کار پریږدي. او که ددوې کوم ملګری هم له دوې ډيرې پیسې وګټي، نور ملګري يې کار پریږدي او بل ځای ته ځي. خو که ستاسې مشر په دې پوه شي، چې ستاسې هدف یوازې پیسې ګټل دي، نو ژر به مو کور ته ولیږي.

۲ـ تا خو نه وه ویلي، چې دا وکړه!
کله چې یو کار نه وي ترسره شوی او مشر يې له تاسې پوښتنه وکړي، مه ورته وایې، چې تاسې خو نه وه ویلي، چې دا کار وکړه! په دې سره، تاسې خپل کاري پرمختګ، مکافات او ان خپله وظیفه بایلئ. که کوم کار مو نه وي ترسره کړئ، غوره ده، چې بله بهانه ولټوئ.

۳ـ دلته ستونزه وه؛ هلته ستونزه وه!
ستونزه په ګوته کول او له ستونزو شکایت کول اسان دي. مهمه داده چې د ستونزې حل په ګوته کړئ.
ماته به مې خپل پخواني مشر ویل، چې د ستونزې حل راوباسه؛ یوازې ستونزې مه په ګوته کوه. یعنې کوښښ وکړئ، چې د ستونزې د حل برخه واوسئ، نه هم د ستونزې د تشحیص او تشریح. تر هغې مو چې د ستونزې حل نه وي، پیدا کړی، له خپل مشر سره يې مه شریکوئ.

۴ـ زه غواړم هغه څه وکړم، چې اسانه وي.
که ستاسې مشر په دې پوه شي، چې تاسې یوازې اسانه کارونه کوئ او د خپلو مهارتونو د لوړلو لپاره هیڅ نوې او ننګوونکې دنده مخ ته نه وړئ، نو پوه شئ، چې له دندې به ګوښه شئ. هیڅکله په خپلو کارونو کې اسانه کارونه مه لټوئ. بلکې خپل درسپارل شوي کارونه په سمه توګه ترسره کړئ.

۵ـ که زه ددې کار په ځای نور څه کولای شم.
د خپلې دندې په اړه شکایت مه کوه. که نه دې خوښښیږي، پریږده يې. که څه ستونزه لرې، حل يې کړه. که څوک دې قهروي، نو ذهن کې ځای مه ورکوه او مه هم خپله غوصه په خپل مشر او یا کوم بل چا سړوه.
که دنده مو خوښه وي، نو شکر يې ادا کړه. که غواړې ډیر څه ترې ترلاسه کړې، نو ارزښت يې ځان کې پیدا کړه. د خپلې دندې په وړاندې ډیپلوماتیک چلند وکړه او د خپلې خوښې دنده ترې جوړه کړه او یا هم ترې تیر شه.

۶ـ دا ډیر وخت اخلي.
موږ پوهیږو، چې ځینې کارونه ډیر وخت ته اړتیا لري. ته به ډير مالومات رالټوې، چیک او سمون به پکې راوړې او بیا به يې فلټر کوئ؛ دا ټول ډیر وخت ته اړتیا لري؛ خو هیڅکله هم خپل مشر ته مه وايې، چې دا خو ډیر وخت نیسي.

۷ـ ژمنه کوم چې دا کار کوم.

که تاسې پوهیدئ، چې درسپارل شوی کار په خپل وخت نه شئ تر سره کولای، نو خپل مشر ته يې د ترسره کیدو وعده مه ورکوئ. هڅه وکړه ریښتینې او صادقه اووسئ. که د ژمنې سربیره مو بیا هم خپله دنده له ژمنې سره سم ترسره نه کړه، نو دا کار په تجارتي ادارو کې ډیر بد تاثیرات لري.

۸ـ دا خو ډیر سخت کار دی.
زه د یو مشر په توګه ډیر خوابدی کیږم ، چې یو کارکوونکی مې ووايي، زه دا کار نشم کولای. دا ډیر سخت دی. او یا يې هم یوازې څو کسان وکړي. موږ باید له نورو مخکې ځینې کارونه ترسره کړو. که دا کار اسانه وی، نو هر چا به کړی و. که ستر فکر ونه کړو، نو موږ يې نه شو ګټلای.

۹ـ منم يې چې سره موافق نه یو.
دا سمه ده، چې دا اصطلاح په ډيرو ځایونو کې د بحث او لانجې د شکولو یوه ښه لاره ده، خو خپل مشر ته دا اصطلاح مه کاروئ. دا ځای يې ناسم دی.

۱۰ـ زه کوم نظر نه لرم.
هغوې چې یوازې د نورو خبرو ته سر خوځوي او خپله کوم نظر نه لري، مهم او ګټور خلک نه دي. که غواړئ، د خپل ټیم د یو مهم غړي په توګه ځان ثابت کړئ، خپل نظر او پوهه شریکه کړئ. هیڅوک هم له خپل مشر سره ۱۰۰ سلنه جوړ نه وي. تاسې هم که څه د ویلو لپاره لرئ، نو وې وايئ.

۱۱ـ زه يې نشم کولای.
د یو مشر په توګه زه د بهانې لټول او اوریدل نه غواړم. موږ په مثبتو، نوښتګرو، او پشت کاره کارکوونکو پسې ګرځو.

۱۲ـ زه يې تمه نه لرم.
د ټيم مشر او غړي همیشه یوه هیلمن او مثبت فکر لرونکی انسان خوښوي. سم ده، چې ریالیستیکه زندګي تیرول ښه دي، خو همیشه د ژوند په منفي او شکمن اړخ تمرکز انسان وروسته پاتې کوي.

۱۳ـ له دې يې ښه نشم کولای.

د یو مشر لپاره د خپل کارکوونکي دا خبره، چې له دې څخه يې ښه نه شي کولاي او یا همدومره مې کولای شول، خوندوره نه ده. ستاسې مشر له تاسې غواړي، چې له ښو هم ښه کار وکړئ او له سخت نه هم سخت کار وکړئ. هغوې له تاسې لا د ډير او غوره کار تمه لري.

۱۴ـ دا زما مسؤلیت نه دی.

بې له شکه، چې په تجارتي ادارو کې په هر یو کس د ادارې د پرمختګ په موخه پانګونه شوې. نو که ستاسې مشر له تاسې څخه د یو کار د ترسره کولو غوښتنه کوي او ستاسې د ورځني کار برخه نه وي، مه وايئ، چې ستاسې مسولیت نه دی. بلکې ترسره يې کړئ.

۱۵ـ دا زما دنده نه ده.

ځینې کارونه ممکن ستاسې د وظایفو په لایحه کې نه وي، خو که غیرې اخلاقي او غیري قانوني کار نه وي، باید چې د خپل مشر په خوله يې ترسره کړئ.

۱۶ـ د نورو خلکو لپاره مې کار نه خوښیږي.
دا خبره خپل مشر ته مه کوئ. که تاسې خپل مشر ته داسې خبره وکړئ، هغه به په تاسې شکمن شي، چې ګنې تاسې نور د هغه لپاره هم کار نه کوئ.

۱۷ـ زما سخت کار نه خوښیږي.
د یو مشر په توګه زه نه غواړم، چې له خپلو کارکوونکو واورم، چې دوې سخت کار نه کوي او یا يې هم نه خوښیږي. که زه په دې وپوهیږم، چې زما کوم کارکوونکی خپله ټوله انرژي او ځواک په خپله دنده نه مصرفوي او لټي کوي، نو زه داسې کارکوونکي نه غواړم.

Pasto: HP lead articles...
ما را در سایت Pasto: HP lead articles دنبال می کنید

برچسب : نویسنده : کاوه محمدزادگان afghaniha بازدید : 159 تاريخ : سه شنبه 14 آذر 1396 ساعت: 6:23