روهیت شرما د هندۍ لوبډلې کپټان وټاکل شو

ساخت وبلاگ

18

د هندوستان د کرکټ ملي لوبډلې پیلیز لوبغاړی روهیت شرما د هندۍ لوبډلې لپاره د سریلنکا خلاف په سیالیو کې د لوبډلمشر په توګه وټاکل شو.

روهیت شرما به د سریلنکا خلاف د ۵۰ اوریزه او ۲۰ اوریزه کرکټ سیالیو په لړۍ کې د ویراټ کوهلي په نشتون کې د لوبډلمشرۍ دنده ترسره کړي.

په اندریوډ ټیلفون کې له دې ځایه یاران اپ ښکته کولی شئ. او د انټرنیټ په کمه ډیټا د یاران لیکنې لوستلی شئ

په اندریوډ ټیلفون کې له دې ځایه یاران اپ ښکته کولی شئ. او د انټرنیټ په کمه ډیټا د یاران لیکنې لوستلی شئ

د هندوستان او سریلنکا د کرکټ ملي لوبډلو ترمنځ به د درې ۵۰ اوریزه یو ورځینۍ کرکټ سیالیو سیریز یا لړۍ د ډیسمبر میاشتې په ۱۰ مه نیټه پیلیدونکې ده، چې پکې روهیت شرما د ویرات کوهلي پر ځای د هندۍ لوبډلې لوبډلمشر ټاکل شوی دی.

د معلوماتو له مخې اوسني کپتان ویرات کوهلي ته د سریلنکا خلاف د ۵۰ اوریزه او ۲۰ اوریزه کرکټ سیالیو په لړۍ کې ارام ورکړل شوی دی او پر ځای به یې روهیت شرما دغه دنده ترسره کړي.

د هندوستان او سریلنکا د کرکټ ملي لوبډلو ترمنځ د هندوستان په کوربه توب د روانې نوامبر میاشتې په ۱۶ مه نیټه په کلکته د ۹ لوبو لړۍ په لمړۍ ټیسټ سیالۍ سره پیل شوه، چې لوبه د باران او ټاکلو ورځو د پای ته رسیدو له کبله د دواړو لوبډلو ترمنځ مساوي شوه، خو سریلنکا د لمړي اننګز یا پاڼۍ ۶ امتیازونه خپل کړۍ و.

Pasto: HP lead articles...
ما را در سایت Pasto: HP lead articles دنبال می کنید

برچسب : نویسنده : کاوه محمدزادگان afghaniha بازدید : 164 تاريخ : پنجشنبه 9 آذر 1396 ساعت: 1:09