د نړۍ هغه لس هیوادونه چې ګڼ شمیر هوايي ډګرونه لري

ساخت وبلاگ

څومره چې په یو هیواد کې د هغو مساپرو لپاره چې هوايي سفرونه کوي، د سفر لپاره د هوايي شرکتونو او هوايي ډګرونو انتخابونه زیات وي، هومره د الوتکو د ټیکټونو بیې هم کمیږي.

دا موضوع دې پورې اړه لري، چې ته غواړې چیرې لاړشې؟ او له دې سره ته کولی شې چې پرته له یوه مشخص هوايي ډګر څخه، له نورو هوایي ډګرونو څخه هم سفر وکړې.

په اندریوډ ټیلفون کې له دې ځایه یاران اپ ښکته کولی شئ. او د انټرنیټ په کمه ډیټا د یاران لیکنې لوستلی شئ

په اندریوډ ټیلفون کې له دې ځایه یاران اپ ښکته کولی شئ. او د انټرنیټ په کمه ډیټا د یاران لیکنې لوستلی شئ

د امریکا متحده ایالات د نړۍ په کچه تر ټولو زیات هوايي ډګرونه لري. د امریکا د (CIA) سازمان د (حقیقت نړیوال کتاب) له مخې، په (۲۰۱۶) کال کې تر ټولو زیات شمیر هوايي ډګرونه چې شمیر یې (۱۳،۵۱۳) ته رسیده، امریکا درلودل چې د نړۍ د هوايي ډګرونو درېیمه برخه یې تشکیلوله.

د دغه هیواد هوايي ډګرونه د پلنوالي او اوږدوالي له نظره ټول سره یوشان نه دي، بلکې توپیر لري. د امریکا متحده ایالات د برازیل هیواد په پرتله، چې د زیاتو هوايي ډګرونو (۴۰۹۳) د درلودلو له کبله د نړۍ په دویمه درجه کې راځي، درې چنده زیات هوايي ډګرونه لري.

د نړۍ نور هیوادونه بیا د دغو دوه هیوادونو په پرتله څه ناڅه په کمه کچه هوایي ډګرونه لري. په درېیمه درجه کې بیا مکسیکو ده، چې (۱۷۱۴) هوايي ډګرونه لري.

د امریکا د ترانسپورټ ادارې د احصایې له مخې، که چیرې عام هوايي ډګرونه (پرته له تجارتي هوایي سرویس شرکتونو څخه، چې نور پیلوټان هم وکولی شي خپل شخصي الوتکې وکاروي)هم په دغه شمیر کې اظافه شي، نو ټول (۱۹۵۳۶) هوایي ډګرونو ته رسیږي. د امریکا د (CIA) سازمان د احصایې له مخې، دا په دې مانا نه ده چې ګوندې هغه هیوادونه باید د زیاتو هوایي ډګرونو له کبله د جدول په سر کې راغلي وی چې زیات نفوس لري، خو چین او هندوستان د نړۍ هغه دوه هیوادونه دي، چې زیات نفوس لري، چې د چین هیواد (۵۰۷) او هندوستان (۳۴۶) هوايي ډګرونه لري.

ښايي چین به د کمیت په پرتله کیفیت ته زیات ارزښت ورکوي او یوه ورځ به د نړۍ د یوه ستر هوايي ډګر درلودونکی هیواد واوسي.

لاندې د لس هغو هیوادونو لیست دی، چې د نړۍ په کچه تر ټولو زیات هوايي ډګرونه لري:

1. د امریکا متحده ایالات ـــــ ۱۳۵۱۳هوایي ډګرونه لري

2. برازیل ـــــ ۴۰۹۳

3. مکسیکو ـــــ ۱۷۱۴

4. کاناډا ـــــ ۱۴۶۷

5. روسیه ـــــ ۱۲۱۸

6. ارجنټاین ـــــ ۱۱۳۸

7. بولیویا ـــــ ۸۵۵

8. کولمبیا ـــــ ۸۳۶

9. پاراګوای ـــــ ۷۹۹

10. اندونیزیا ـــــ ۶۷۳

Pasto: HP lead articles...
ما را در سایت Pasto: HP lead articles دنبال می کنید

برچسب : هیوادونه, نویسنده : کاوه محمدزادگان afghaniha بازدید : 170 تاريخ : پنجشنبه 9 آذر 1396 ساعت: 1:09