د سفارت او قونسلګرۍ ترمنځ توپيرونه، دندې او مسوولیتونه

ساخت وبلاگ

ژباړه: غازي عابد

سفارت او قونسلګري په یوه هیواد کې د بل هیواد رسمي نمانیدګیو ته ویل کیږي. یو هیواد باید په بل بیروني هیواد کې یوازې یو سفارت ولري، خو په مختلفو ښارونو کې قونسلګریانې درلودلی شي.

سفارت د یوه هیواد تر ټولو لویه نماینده ګي ده، خو قونسلګرۍ بیا د سفارت کوچنی شکل دی، کیدای شي ورته وړوکی سفارت ووایو یا د کوچنۍ رتبي سفارت یې وبولو. سفارتونه په یوه بل هیواد کې تل او همیشنی ماموریت وي او عموماً د هیوادونو په پلازمینو کې موقعیت لري. قونسلګریانې یوازې په لویو ښارونو کې وي او په پلازمینه یا پایتخت کې نه وي.

هیوادونه خپل سفارتونه هغه وخت په نورو هیوادونو کې پرانیزي چې د بهرنیو هیوادونو له لورې اجازه ورکړل شي. په بهرني هیواد کې سفیران لوړ رتبه یا لومړۍ درجه ډیپلوماټان وي او قونسلران یوازې د قونسلۍ اړوند کارونو استازي وي.

سفیران د خپلو حکومتونو ویاندویان دي. سفارتونه پراخه رول او دنده لري چې په بل هیواد کې یې په استازیتوب اجرا کړي. سفارتونه په خاصه توګه له کوربه هیواد سره د خپل هیواد په استازیتوب سیاسي او ډیپلوماټیکې اړیکې پر مخ وړي. همدراز سفارتونه د هغو کوربه هیوادونو له اوسیدونکو سره خیریه مرستو ته هم توجه کوي.

کله چې سفارتونه لویې دیپلوماتیکې دندې پر مخ وړي، نو قونسلګریانې هم کوچنۍ دیپلوماتیکې دندې پر مخ وړي. ځیني قونسلګریانې یوازې د اړتیا مطابق وي. خو مهمه دنده یې ددواړو هیوادونو ترمنځ د ټرانزیټي او سوداګریزو اړیکو برابرول وي.

که لږ نور پسې وغځیږو؛ قونسلګرۍ د ویزې، پاسپورټ، توریستي او مهاجرت مسایل کنټرولوي. تر ټولو لوی رول په تجارت کې دی، لکه په کوربه هیواد کې له کمپنیو سره مرسته کول، څو په خپل هیواد کې پانګونه وکړي. همدارنګه د دواړو هیوادونو ترمنځ د صادراتو او وارداتو اسانتیاوو برابرول یې هم دنده ده.

نو که سفارت د یوه حکومت سیاسي نماینده ګي وي، قونسلګري به یې د عامه ادارې نماینده ګي وي. همداراز سفارتونه د حکومتونو ترمنځ پیغامونه تبادله کوي، خو قونسلګریانې یوازې د خپلو اوسیدونکو لپاره نماینده دي، هغوی چې په میلمه هیواد کې اوسیږي.

سفارتونه په کوربه هیواد کې ټول مهم ټولنیز، سیاسي، نظامي، اقتصادي او نورې پیښې او مسایل په پام کې نیسي او خپل حکومت ته خبر ورکوي. خو قونسلګریانې یوازې د مړینې، پیدایښت یا زیږیدنه، ودونو او نور مسایل خپل حکومت ته ریپورټ کوي.

سفارتونه د هوکړه لیکونو او ددواړو هیوادونو ترمنځ د رسمي لیدنو کتنو زمینه برابرونکي هم دي. قونسلګرۍ مسوولې دي چې په کوربه هیواد کې د ټولو امنیتي مسایلو په اړه خپلو اتباعو ته معلومات ورکړي. همدارنګه ‍قونسګلري د خپلو اتباعو د نیونې او ځنډونې په اړه د پوښتنې مسوولې دي.

په ټوله کې سفارتونه او قونسلګریانې دواړه د هیوادونو استازولي کوي، خو مختلف مسوولیتونه او دندې لري.

Pasto: HP lead articles...
ما را در سایت Pasto: HP lead articles دنبال می کنید

برچسب : قونسلګرۍ,توپيرونه,مسوولیتونه, نویسنده : کاوه محمدزادگان afghaniha بازدید : 171 تاريخ : دوشنبه 6 آذر 1396 ساعت: 12:42