د محمد محقق له خوا په سوریه کې د جنګیدونکو افغانانو ستاینه او په افغانستان کې غبرګونونه

ساخت وبلاگ

محمد محقق وايي، په سوریه کې د جنګیدونکو افغان، پاکستاني، عراقي، ایراني او نورو جنګیالیو منندوی دی

په داسې حال کې چې په افغانستان کې دننه د هغو افغان ځوانانو د مخنیوي لپاره هڅې رواني چې ایران یې د سوریې جګړې ته استوي، د افغانستان د اجرایه ریس مرستیال او د وحدت د ګوند مشر محمد محقق په ایران کې په یوه غونډه کې ددې جنګیالیو ستاینه، مننه او ملاتړ وکړ.

محمد محقق چې په یو رسمي سفر ایران ته تللی و، هلته یې دوه ورځې مخکې په یوه غونډه کې چې ” اهلبیت د محبانو “ په نوم د چارشنبې او پنجشنبې په ورځ جوړه شوې وه، په حیرانوونکې توګه نه یوازې په سوریه کې د ایران له خوا د استول شویو افغان هزاره جنګیالیو ستاینه وکړه، بلکې د ایران هغه پوځي مشران چې د سوریې په کړکیچ کې رول لري، د عراق شیعه ملیشې د لبنان حزب الله ډله او نور یې هم له دې کبله ستایلي چې د سوریې په جګړه کې د بشار الاسد د رژیم تر څنګ ولاړ دي، هغه جګړه چې محمد محقق د اسلام او کفر تر منځ جنګ وباله.

محقق په دې غونډه کې د وینا پر مهال په ځانګړې توګه ایرانی پوځي جنرال قاسم سلیماني وستایه چې د فاطمیون په نوم یې د افغان جنګیالیو لښکر په سوریه کې رامنځ ته کړی دی.
نوموړې جنرال قاسم سلیماني د ” اسلام استوار سردار “ وباله. نوموړې همدارنګه د حزب الله د مشر حسن نصرالله یادونه هم وکړه او د سوریې په جګړه کې یې ددې ایران پلوې لبنانۍ شیعه ملیشې رول وستایه.

محقق د ایراني ملیشو یو مشر او که افغان چارواکی

دا لومړی ځل دی چې د افغانستان د ملي یووالي د حکومت یو مهم شریک او د افغان هزاره وو یو مهم سیاسي مشر، په داسې څرګنده توګه په سوریه کې د جنګیدونکو افغانانو ستاینه او په سیمه کې د ایران د لانجمن دریځ غوڅ ملاتړ کوي.

تر دې مخکې ګڼو افغان سیاسي مشرانو او هزاره فعالانو سوریې ته د ایران له خوا د افغان جنګیالیو استول غندلي او د افغانستان د ملي وحدت د حکومت له مشرتابه یې چې خپله محمد محقق یې یوه مهم غړی دی بیا بیا غوښتي دي، چې پر ایراني لورې فشار راوړي څو د سوریې جګړې ته افغان ځوانان وانه ستوې.
په غونډه کې سربیره پر دې چې محمد محقق د افغانستان یو لوړپوړی دولتی چارواکی په توګه ګډون کړی و، په وړاندې یې یوازې ایراني بیرغ ایښي و چې د ډیپلوماټیک دود خلاف د ایران له دریځه د یو افغان چارواکي د خبرو معنی لري.


د محمد محقق څرګندونې تر ډیره په منځني ختیځ کې د ایران پلوو شیعه ملیشو د مشرانو لکه د حزب الله د مشر حسن نصرالله او یا هم په یمن کې د جنګیدونکو حوثي یاغیانو څرګندونو ته پاتې کیدې چې له کلونو راهېسې، په لبنان، سوریه، یمن او د منځني ختیځ په نورو هیوادونو کې د ایران د اخوندي رژیم د ګټو لپاره جګړه کوي او دا هیوادونه یې نا ارامه کړي دي.
همدارنګه تر دې مخکې داسې ګومان کیده چې ایراني چارواکي د افغان هزارو له اقتصادي او نورو ستونزو ناوړه استفاده کوي او هغوی په سوریه کې د جګړې تاوده تنور ته استوي، خو دا لومړی ځل دی چې په ډاګه کیږي، په افغانستان کې د هزاره ګانو ځینې مهم سیاسي مشران هم د ایران له خوا د سوریې جګړې ته د افغان ځوانانو په استولو کې مهم رول لري.

پر افغانستان د ننه د محقق د دا ډول خبرو اغیزې

که څه هم تر اوسه څرګنده نه ده چې په افغانستان کې به د ملي یووالي د حکومت د سیاسي مشران ،د هزارو نور سیاسي مشران د محمد محقق پر دې څرګندونو څه عکس العمل وښيي، خو په ټولنیزو رسنیو کې یې د ګڼو خلکو عکس العمل راپارولی او دا څرګندونې یې غندلي دي.

ګڼ افغانان په دې باور دي چې افغانستان چې په خپل کور کې له خونړۍ ناامنۍ سره مخ دی، دا مهال په سیمه ایزو جګړو او رقابتونو کې د ښکلتیا توان نه لري. ګڼو سیاسي شنونکو د محقق دا څرګندونې د افغانستان د ملي ګټو خلاف او ملي هویت ته سپکاوی بللی دی.
همدارنګه شنونکي باور لري چې د افغان مشرانو دا ډول څرګندونې ښايي ګڼ نور هزاره ځوانان وهڅوي چې د ایران په ملاتړ د سوریې په کورنۍ جګړې کې ونډه واخلي، چې ګڼ یې په دې جګړه وژل کیږي او یا له هغه ځایه مات ګوډ راځي.
یو شمیر کارپوهان وايي، له دې سره په افغانستان کې د ننه د ایران پلوو شیعه ملیشو د جوړیدو ویره هم شته چې ښايي د حزب الله او حوثي یاغیانو په څیر په یو اوږدمهالې ستونزې بدل شي، او همدارنګه د سوریې په جګړه کې د افغانانو ښکلیتا د داعش وسلوالې ډلې ته هم په لوی لاس، په افغانستان کې د ننه پر بې ګناه وګړو د بریدونو لپاره پلمه برابروي.
د یادونې وړ ده چې دا مهال په سوریه کې د ایران په ملاتړ د فاطمیون د لیوا په نوم یو ستر ملیشه يي لښکر موجود دی چې لسګونو زره افغان هزاره ځوانان یې په لیکو کې جګړه کوي او تر اوسه په زرګونو په دې جګړه کې وژل شوي دي.

د ایران د مداخلې په اړه د ملي یووالي د حکومت پټه خوله
ایران په تیرو دوو لسیزو کې پرلپسې په افغانستان په یوې داسې مداخلې بوخت دی چې د پاکستان مداخلې ته ورته ده خو بڼه یې د پاکستان د بې شرمانه مداخلې څخه بدله ده. ایران دا مهال په افغانستان کې سلګونه علمي، کلتوري او فرهنګي مرکزونه لري، د افغانستان لپاره سلګونه انلاین ویب پاڼې او خپرونې لري، په افغانستان کې یې په پراخه پانګونه لسګونه ښارګوټي د ایراني سیاسي او کلتوري معیارونو په بنسټ جوړ کړي او د هرات په شمول د ایران سره په پوله پرتو ولایتونو کې پراخ سیاسي، پوځي، جنايي او کلتوري حضور لري.
په هرات کې میشت فعالانو وخت په وخت ویلي چې په دې ولایت کې که څوک د ایراني ګټو خلاف خبره وکړي، د ځايي امنیتي ادارو، جنایتکارو بانډونو او نورو له خوا چې ایراني چارواکو سره نژدې اړیکې له لرې ترور کیږي.
له طالبانو سره د ایران د پرلپسې همکارۍ او ملاتړ په اړه هم ګڼ شواهد شته چې وخت په وخت د افغانستان او نړۍ په رسنیو کې خپاره شوې دي.

خو د ملي یووالي د حکومت مشرتابه، د بهرنیو چارو وزارت او نورې اړوند ادارې د ایران ددې سړې سیاسي، پوځي او کلتوري مداخلې په وړاندې چوپه خوله دي، او له پورته ستونزو یوه هم تر اوسه افغان دولت د رسمي چینلونو له لارې له ایراني چارواکو سره نه ده یاده شوې او نه په دې اړه د اعتراض غږ پورته شوی دی.
د ګڼو شنونکو باور په افغانستان کې به د ایران دا سړه مداخله به په څو لسیزو کې یو داسې حد ته ورسیږي چې د ایران له خوا جوړ شوي کلتوري، مدني او سیاسي بنسټونه به بیا د افغانستان په کورنیو چارو، سیاست، اقتصاد او کلتور کې د ایران په پلوۍ فعال رول او مهم اغیز ولري، او بیا به په دې هیواد کې د ایران د اغیز کمول هسې ناشونې وي لکه دا مهال چې په لبنان کې د حزب الله د ایران پلوې ملیشې، او په یمن کې د حوثيانو د اغیز کمول د ټولې نړۍ لپاره ناممکن دی.

موږ پر دې موضوع ستاسو د نظرونو په تمه یوو… په تبصرو کې یې ولیکئ.

Pasto: HP lead articles...
ما را در سایت Pasto: HP lead articles دنبال می کنید

برچسب : جنګیدونکو,افغانانو,افغانستان,غبرګونونه, نویسنده : کاوه محمدزادگان afghaniha بازدید : 174 تاريخ : دوشنبه 6 آذر 1396 ساعت: 12:42