افغان لوبډله د انټر کانټنینټل جام اتلولۍ په موخه اماراتو ته ولاړه

ساخت وبلاگ

49

د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله د انټر کانټینینټل جام سیالیو په لړ کې د خپلې وروستۍ مهمې سیالۍ د ترسره کیدو په موخه متحده عربي اماراتو ته ولاړه.

د افغانستان د کرکټ بورډ د معلوماتو له مخې، د هېواد د کرکټ ملي لوبډله د متحده عربي اماراتو پر وړاندې د دغه جام په وروستۍ څلور ورځینۍ سیالۍ کې د ګډون په موخه تیره ورځ د اماراتو پر لور وخوځیده.

د کرکټ نړیوالې شورا لخوا د دویمې درجې هېوادونو لپاره د انټر کانټینینټل جام په نامه د کرکټ د څلورو ورځینیو سیالیو دغه لړۍ په هرو دوه کلونو کې ترسره کیږي، چې وروستی دا پړاو یې په ۲۰۱۵ م کال کې پیل شوی او د روان ۲۰۱۷ م کال په وروستۍ ډیسمبر میاشت کې پای ته رسیږي.

د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې په خپلو ترسره کړیو ۶ سیالیو کې د سکاټلینډ پرته ټولو لوبډلو ته ماتې ورکړې دي، خو د سکاټلینډ پر وړاندې سیالۍ د باران له کبله لغوه اعلان شوې وه.

افغان لوبډله د انټر کانټینینټل جام سیالیو په لړۍ کې د ۱۰۱ امتیازونو په ردلودلو سره د جدول په سر کې ځای لري، خو ورپسې ایرلینډ د ۹۱ امتیازونو په درلودلو سره دویم ځای لري.

که چیرې افغانستان د امارتو پر وړاندې په کیدونکې ۴ ورځینۍ سیالۍ کې بریا خپله کړي، نو د دویم ځل لپاره به د دغه جام سیالیو اتلولي په خپل نوم کړي. له دې وړاندې په ۲۰۱۲ م کال کې د نوروز منګل په لوبډلمشرۍ کې د لمړي ځل لپاره د دغه جام اتلولي خپله کړې وه.

Pasto: HP lead articles...
ما را در سایت Pasto: HP lead articles دنبال می کنید

برچسب : کانټنینټل,اماراتو, نویسنده : کاوه محمدزادگان afghaniha بازدید : 198 تاريخ : دوشنبه 6 آذر 1396 ساعت: 12:42