عثماني: مافيا په هېواد کې د سترو بندونو په کار کې د ستونزې لامل شوې ده

ساخت وبلاگ

 

کابل (پژواک، ٥ ليندۍ ٩٦): د افغانستان د اوبو او برېښنا وزير په هېواد کې د اوبو د تنظيم په برخه کې د فساد له شتون څخه د اندېښنې څرګندولو تر څنګ وايي، ځواکمنه مافيا چې ملاتړ هم لري، د هېواد د سترو بندونو په کار کې د ستونزې رامنځته کېدو او ټکني کېدو لامل شوې ده.

د اوبو او انرژۍ وزير علي احمد عثماني نن  په کابل کې د " د اوبو ژورنالېزم د څلورم بحث" تر عنوان لاندې غونډه کې وويل چې د اوبو په سرچينو کې د فساد يوه جدي موضوع ده.

هغه په دې اړه د جزئياتو له ورکولو پرته وويل: "زموږ په باور ډېرې پروژې چې پخوا د باطلېدو لوري ته تللې، کلونه کولونه وخت ورباندې تېر شوى، د مافيا د شتون دليل و چې لا هم بريالۍ ده، ځواک، واک، شتمني او کار لري او له ملاتړ يې کېږي."

د راپورونو له مخې، په کابل کې د زوم او ناوې، په کندوز کې د کمال خان، په فارياب کې د المار، په هرات کې د پاش دان، په پکتيا کې د مچلغو او نورو بندونو د جوړېدو او رغونې کارونه کلونه پخوا پيل شوي او تراوسه نه دي بشپړ شوي.

له دې مخکې د دغه وزارت چارواکو د يادو پروژو  د کار د سوکه توب دليل د بوديجې کمښت بللى و.

د اوبو او انژۍ وزير وويل: "د فساد شتون، د افغانستان د اوبو د پروګرامونو مديريت له منځه وړي، لکه پخوا يې هم چې له منځه وړى و. دا چې په تېرو لسو کلونو کې نه يوو توانېدلي چې يو بند بشپړ کړو څه معنا لري؟ له بده مرغه چې لا هم ژوندي دي او له فساد سره د مبارزې په سټراتيژۍ سره حرکت کوي. يو وزارته هېڅکله په يوازې سر نه شي کولاى چې له دغو کسانو سره چې ډېر زيات قدرت لري او دا چې ډېره تجربه يې ترلاسه کړې ده، پرمبارزې بريالى شي. "

نوموړي زياته کړه افغانستان هغه مهال پر ځان بسیاینې ته رسېږي چې خپلې اوبه په سمه توګه مديريت کړي؛ اما تر څو چې د اوبو په سرچينو کې فساد له منځه ولاړ نه شي، د اوبو مديريت نشي بريالى کېداى.

عثماني له رسنيو څخه وغوښتل چې د افغانستان د اوبو په برخه کې تحقيقي راپورونه خپاره کړي، بحثونه دې په لاره واچوي او د اوبو د اهميت په اړه د خلکو د پوهاوي، د اوبو د اغېزمنې کارونې او د اوبو د کمښت د ستونزې په اړه دې ددغه  وزارت پيغامونه خپاره کړي.

د اطلاعاتو او کلتور وزارت نشراتي مرستيال سيد اغا فاضل سنچارکي په دې غونډه کې وويل چې ياد وزارت به د اوبو او برېښنا له وزارت سره د اوبو د اهميت او له هغو څخه د اغېزمنې ګټې اخيستنې په اړه د پروګرامونو د خپرولو په برخه کې مرسته کوي.

هغه وويل چې د رسنيو د قانون له مخې، ټولې رسنۍ مسووليت لري چې د هېواد د ملي ګټو اړوندو مسايلو په خپرولو کې برخه والي.

په افغانستان کې د اوبو ژورنالېزم څلورم بحث، د اوبو او انژۍ وزارت له خوا د اسيا پراختيايي بانک په مالي همکارۍ په لاره اچول شوى دى.

په افغانستان کې د اسيا پراختيايي بانک مرستيال شني کمپل (Shannny Campell) په نننۍ غونډه کې وويل چې رسنۍ د اوبو د اهميت په اړه د خلکو د پوهاوي کچې په لوړولو کې مهمه ونډه اخيستلاى شي.

د هغه په وينا، د اسيا پراختيايي بانک له ٢٠٠٢ ميلادي کاله تر اوسه پورې د انرژۍ، کرنې، طبيعي زېرمو او ټرانسپورټ په برخو کې شاوخوا ٤،٧ميليون امريکايي ډالره مرسته کړې ده او په دې برخو کې خپلو مرستو ته دوام ورکوي.

Pasto: HP lead articles...
ما را در سایت Pasto: HP lead articles دنبال می کنید

برچسب : نویسنده : کاوه محمدزادگان afghaniha بازدید : 202 تاريخ : دوشنبه 6 آذر 1396 ساعت: 12:42