د ښکلو خلکو څلور ځانګړنې

ساخت وبلاگ

لیکنه: برینډن برچارډ
ژباړه: احمد فرهاد توتاخیل

څه شی انسان ته ښکلا بښي؟ هغه څه چې انسان ښکلی کوي، هغه د نورو په وجود کې د ښکلا لیدل پرته له بخیلۍ او تقلید دی. په حقیقت کې ښکلی کس پرته له دې چې بخیلي یې په چا راشي، ورته ګوري او د هغه په وجود کې نغښتې او خدايي ښکلا مني.

خو زما په اند داسې عمومي کټګوري هم شته، چې د ښکلا په اړه د ډیرو خلکو له فکره لوړې دي:

۱. ښکلي خلک د بل چا تقلید نه کوي

هغه کس چې د بل چا تقلید نه کوي، د خپل ځان سره هم رښتینی وي او نه غواړي چې بل څوک واوسي. کله چې څه وايي او په هغه عمل کوي، نو ته پوهیږې چې دغه کس تقلید کوونکی نه دی. د نړۍ پر وړاندې د تقلید نه کوونکو کسانو غبرګونونه ډیری وخت نه اندازه کیږي، ځکه کله چې ته دغه کسان وویني، نو فکر به وکړې چې دوی باوري نه دي، بلکې یوازې بانظمه دي، خو په حقیقت کې دوی د باور وړ کسان دي.

د هر ښکلي انسان په اړه چې ته فکر کوې، هماغه یوه بیسارې ځانګړنه لري. دا داسې نه ده چې هغه خپل ویښتان څه ډول جوړوي، څه اغوندي او یاهم ظاهري ښکلا یې بشپړه ده، بلکې ښکلا یې د وجود دننه پرته ده، ژوندی کس وي او نړۍ ته خپلې نوې نظریې او کارونه وړاندې کوي او همدې ته ښکلا وايي.

وزن، اندام، قد، بڼه، مخینه او د پوستکي رنګ یې اړین نه دی؛ که چیری یو کس بیدار واوسي، د بل چا تقلید ونکړي او سپیڅلې عقیده ولري، نو دې ته اصلي ښکلا وايي..

۲. نړۍ ته لیوال وي

ښکلي خلک ستا او د نورو خلکو په اړه د کنجکاوۍ حس لري او د نړۍ کارونو ته لیوال وي. د زده کړې سره مینه دوی ته لا ښکلا بښي او همدا ده چې په خبرو کولو کې یې هم ورځ تر بلې بدلون راځي او پرمختګ کوي. د دوی په وجود کې د پوهاوی، لیوالتیا او د کنجکاوۍ حس پروت وي او دوی ته لا ښکلا بښي.

۳. د یوه کار ترسره کولو ته لیوالتیا ښيي

دوی له خپل ژوند څخه خوشاله وي، یوې موضوع او یاهم د نورو خلکو خبرو ته لیوالتیا ښيي او ارزښت ورکوي. همدارنګه، ان که یوه موضوع بې مانا هم اوسي، خو کله چې په مجلس کې نظر ورکول پرې پیل شي، نو ښکلي خلک ارزښت ورکوي او خوښوي چې پرې وغږیږي. همداراز، که چیرې کومه دنده وروسپارل شي، نو په خوښۍ سره یې ترسره کوي او په ذهن کې له پلمو ډک کتاب نه لري.

۴. مثبت پلوي وي

هغه کسان چې تړلي او منفي ذهنونه لري ، ترټولو بدرنګ خلک دي او غواړي چې په خپلو منفي فکرونو کې نور شاوخوا خلک هم له ځان سره ډوب کړي.

یو منفي فکره کس نه داچې زړه راښکونکی نه وي او د یو څه په اړه یې فکرونه سم نه وي، بلکې د یوه مثبت شي لپاره یې زغم هم لږ وي او نه شي یې زغملی. ځينې کسان کرکه زغملی شي، خو که چیرې یو انسان په وړو، وړو کارونو هم غوسه کیږي، نو دا ښکلا نه ده، دا ویره ده. همداراز، دا ډول کسانو ته درناوی کول ستونزمن کار دی ځکه چې دوی خپل مسوولیت په سمه توګه نه ادا کوي او چلند، کړه وړه او احساسات یې په هغه معیار نه وي برابر چې نورو ته د زغملو وړ اوسي.

ښکلي خلک د خپل مثبت فکر له وجې زړه راښکونکي وي او د هرچا خوښیږي او کړه وړه، چلند او احساسات یې نورو ته د زغملو وړ وي.

Pasto: HP lead articles...
ما را در سایت Pasto: HP lead articles دنبال می کنید

برچسب : ځانګړنې, نویسنده : کاوه محمدزادگان afghaniha بازدید : 183 تاريخ : شنبه 4 آذر 1396 ساعت: 4:30