خرید بک لینک

شبرغان (پژواک، ٥ غويى ٩٥): د جوزجان والي وسله وال مخالفين د پرديو د لاس اله وبلل او ټينګار يې وکړ چې افغان ولسونه دې ډېر يو موټى شي او امنيتي ځواکونو سره دې همکاري وکړي.

د جوزجان ولايت سلګونه اوسېدونکي چې شبرغان ښار کې راغونډ شوي وو، له امنيتي ځواکونو څخه د ملاتړ ترڅنګ د وسلوالو مخالفينو وروستي بريدونه په ځانګړې توګه د مهمو لوړپوړو چارواکو ساتنې پر رياست ځانمرګى بريد چې د کابل پول محمود خان سيمې ته څېرمه رامنځ ته شو او څه باندې ٤٠٠ کسانو ته په کې مرګ ژوبله واوښته، وغانده.

د جوزجان والي مولوي لطف الله عزيزي په دې غونډه کې وويل، په کابل کې ځانمرګى بريد دا ښيي چې وسله وال مخالفين د پرديو د موخو لپاره د بې ګناه کسانو وينه تويوي.

نوموړي زياته کړه: "طالبان بې ګناه کسان د ماشومانو او ښځو په ګډون د دين په نوم ټوټه ټوټه کوي، وژني يې او د مغرضو ګاونډيو د ګټو لپاره د خپلو هېوادوالو وينه تويوي؛ دا د دين اصل نه دى او په افغاني غيرت کې هم ځاى نه لري."

د جوزجان والي د دې غونډې له ګډونوالو څخه غوښتنه وکړه څو د وسله والو مخالفينو پر وړاندې يو موټى شي او له خپلو امنيتي ځواکونو سره همکاري وکړي.

د دې غونډې يو ګډونوال مولوي نورالدين فياض کابل وروستي ځانمرګي بريد ته په اشارې سره وويل کومو کسانو چې دغه بريد کړى دى افغانان نه دي او خلک به د دې ناروا کړنې غچ له وسله والو مخالفينو څخه واخلي.

نوموړي د غونډې ګډونوالو ته په وينا کې وويل: "موږ دوه انتخابه لرو؛ يا د خپلو امنيتي ځواکونو ملاتړ وکړو او يا تر پايه وينې وژاړو؛ په هسکه غاړه يو کال ژوند په خواري او ذلت کې تر سلو کلنو ژوند څخه غوره دى او دا چې طالبان موږ له شا پر ډزو وولي، غوره ده چې په سرښندنې سره خپل ټټرونه سپر کړو او په اتلولۍ له خپل هېواد څخه دفاع وکړو."

د شبرغان ښار يو بل اوسېدونکي حميدالله وويل: "موږ له خپلو امنيتي ځواکونو سره ولاړ يو او د ظلم او ناروا په وړاندې مبارزه کوو."

ددې غونډې په پاى کې د امنيتي ځواکونو يو شمېر منسوبينو ته ، ستاينليکونه ورکړل شول او د غونډې ګډونوالو د ګلونو ګېډيو په ډالۍ ورکولو سره له خپلو امنيتي ځواکونو څخه ملاتړ اعلان کړ.

برچسب: نویسنده: کاوه محمدزادگان تاريخ: يکشنبه 5 ارديبهشت 1395 ساعت: 21:23

صفحه بندی