
ترينکوټ (پژواک، ٥ غويى ٩٥): د اروزګان په مرکز ترينکوټ ښار کې د ولايت د مقام او امنيې قوماندانۍ تر څنګ کرل شوي کوکنار حاصل ته نږدې شوي، خو تر اوسه يې د اړولو کمپاين نه دى پيل شوى.
دا مهال د اروزګان په مرکز او ټولو ولسواليو کې د کوکنارو نېښ وهل پيل شوي، خو چارواکي وايي چې ډېر ژر به په ١٢٠ هکتاره ځمکه کرل شوي کوکنارل واړول شي.
سږ کال د تېرو کلونو په پرتله په دغه ولايت کې په ډېره زياته کچه کوکنار کرل شوي، تر دې پورې چې د ولايت مقام او امنيه قوماندانۍ په ٢٠ مترۍ کې هم د کوکنارل کښت حاصل ته نږدې شوى دى.
د ترينکوټ ښار اړوند د چرمګر سيمې يوه کروندګر پژواک خبري اژانس ته وويل، چې سږ کال يې په خپلو ځمکو کې ډېر کوکنار کرلي او که چېرې مرض ونه کړي، نو ډېر ښه حاصل به ورکړي.
هغه زياته کړه چې پخوا به د دولت له خوا په يو شمېر سيمو کې د فصل اړولو کمپاين ترسره کېده، خو سږ کال تر اوسه دا کمپاين نه دى ترسره شوى.
د نوموړي په وينا، اوس مهال يې د کوکنارو د کښت نېښ وهل پيل کړي او د ۸ نېښ وهونکي يې هم درولي، تر څو حاصلات يې ترلاسه کړي
د مرکز ترينکوټ يو بل اوسېدونکې حاجي تورجان پژواک ته وويل چې سږ کال يې د کوکنارو د کښت د له منځه وړلو هېڅ کمپاين نه دي ليدلی او په ټولو سيمو کې د نېښ وهلو لړۍ پيل شوې ده.
هغه وايي چې په دې ورځو کې سلګونه نېښ وهونکي له نورو ولایتونو اروزګان ولايت ته راغلي دي.
د اروزګان د ولايتي شورا رييس عبدالکريم خادمزوي هم پژواک ته وويل چې په دغه ولايت کې تر پخوا هر وخت کوکنار زيات کرل شوي دي.
هغه د دغه کار لامل د چارواکو نه پاملرنه په ګوته کړ او ويې ويل چې دوى د کوکنارو د کښت په مخنيوي کې پاتې راغلي دي.
نوموړي وايي، سږ کال ټولې هغه ساحې که د وسله والو تر کنټرول لاندې دي او يا هم د دولت په واک کې دي، کروندګرو په کې کوکنار کرلي دي.
ده وويل چې حتى د ولايت مقام په څو مترۍ کې هم کوکنارل کرل شوي دي.
نوموړي ادعا وکړه چې په ځينو سيمو کې امنيتي ځواکونو له کروندګرو د هر جريب پر سر ٥٠٠ کلدارې اخيستې چې کوکنار يې وانه ړول شي.
د ارزوګان امنيتي مسوولين بيا د کوکنارو د نه اړولو پر سر د پيسو له اخيستلو انکار کوي او وايي چې ډېر ژر به يې د اړولو کمپاين پيل کړي.
د امنيې قوماندانۍ د امنيت امر سمونوال رحيم الله پژواک ته وويل ډېر ژر به په ټولو سيمو کې د کوکنارو د کښت د له منځه وړو کمپاين پيل شي.
هغه پژواک ته وويل چې هېڅ پوليس له کوم کروندګر څخه پيسې نه دې ترلاسه کړې او که چېرې کوم پوليس دا کار ترسره کړي وی قانوني چلند به ورسره وکړي.
د اروزګان والي محمد نذير خروټی هم مني چې په دغه ولايت کې د کوکنارو کر شوى، خو وايي چې دولت په پام کې لري چې ډېر ژر د ياد کښت د له منځه وړو په موخه کمپاين پيل کړي.
هغه پژواک ته وويل چې اړوند وزارت ورته ۱۲۰ هکټاره ځمکه هدف ټاکلی تر څو د کوکنارو له کښت څخه پاکه شي او دا هدف به ترلاسه کوي.
هغه زياته کړه: ((سږ کال ټولې سيمې نه شو پاکولى، ځکه کروندګرو زحمت ايستلى دى، راتلونکى کال به يې مخه ونيسو.))
برچسب:
نویسنده: کاوه محمدزادگان