ولسي جرګې د قانون دوه طرحې تصويب کړې
کابل (پژواک ٢٩ غويى ٩٥): ولسي جرګې له صنعتي طرحو څخه د ملاتړ قانون طرحه او دغه راز د پاسپورټ قانون طرحه د رايو په اکثريت سره تصويب کړې. د يادې جرګې د ملي اقتصاد کمېسيون مرستيال حاجي محمدهاشم فاريابي، چې له صنعتي طرحو څخه د ملاتړ قانون طرحه يې د جرګې غړو ته وړاندې کوله، وويل چې د قانون دغه طرحه د ملي...
په فارياب کې د جمعيت اسلامي د ځوانانو کمېټې مشر ووژل شول
ميمنه (پژواک، ٢٩ غويى ٩٥): د افغانستان د اسلامي جمعيت ګوند د ځوانانو شورا د ولايتي شورا مسوول، د فارياب په المار ولسوالۍ کې په يوه نښته کې ووژل شو او په ياده ولسوالۍ کې جګړه لا هم دوام لري. په المار ولسوالۍ کې يوې حکومتي سرچينې د نوم له اخيستلو پرته پژواک خبري اژانس ته وويل چې تېره شپه شاوخوا ١١ بجې...
کونړ کې څلور ښوونځي سوځول شوي
اسعداباد (پژواک، ٢٩ غويى ٩٥): چارواکي وايي چې وسله والو مخالفينو په کونړ ولايت کې د نجونو او هلکانو څلور ښوونځي سوځولي او پر بمونو يې الوځولي دي. د کونړ د والي وياند عبدالغني مصمم د غويي په ٢٩مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې دا پېښې تېره شپه د ماڼوګي ولسوالۍ د لېچلام او قندهارو په سيمو کې رامنځته شوې ...
په ننګرهار کې د طالبانو او داعش ٢٧ وسله وال وژل شوي
جلال اباد (پژواک، ۲۹ غويی ۹۵): د ننګرهار په خوږياڼو او اچين ولسواليو کې د وسله والو مخالفينو په خپلمنځي او له امنيتي منسوبينو سره د نښتو په ترڅ کې ۲۷ وسله وال وژل شوي او ١١ نور ټپيان دي. د ننګرهار د والي وياند عطاءالله خوږياڼي د غويي په ٢٩مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې د خوږياڼو ولسوالۍ په وزيرو سيم...
چين له افغانستان سره پرهر اړخیزې همکارۍ ټینګار وکړ
بيجینګ (پژواک، ٢٩ غويى ٩٥): د چين ولسمشر د ترهګرۍ پر ضد د افغان ملي ځواکونو هڅې وستايلې او زياته يې کړه چې د شانګهاى په نړيوال سازمان کې د افغانستان د غړيتوب ملاتړ کوي. د چين ولسمشر شي جي پينګ دغه څرګندونې د دغه هېواد په پلازمېنه بيجينګ کې د افغانستان د حکومت له اجرائيوي رييس ډاکټر عبدالله عبدالله س...