خرید بک لینک

بيجینګ (پژواک، ٢٩ غويى ٩٥): د چين ولسمشر د ترهګرۍ پر ضد د افغان ملي ځواکونو هڅې وستايلې او زياته يې کړه چې د شانګهاى په نړيوال سازمان کې د افغانستان د غړيتوب ملاتړ کوي.

د چين ولسمشر شي جي پينګ دغه څرګندونې د دغه هېواد په پلازمېنه بيجينګ کې د افغانستان د حکومت له اجرائيوي رييس ډاکټر عبدالله عبدالله سره د ليدنې پر مهال کړې دي.

د اجرائيوي رياست مرستيال وياند جاوېد فيصل د غويي په ٢٩مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې ډاکټر عبدالله عبدالله نن په بيجينګ کې د چين د ولسي جمهوريت له ولسمشر شي جي پينګ سره وليدل.

هغه زياته کړه چې د دې ليدنې پر مهال د دوه اړخيزو اړيکو پر پياوړتيا او پراختيا او نورو سيمه ييزو موضوعاتو خبرې وشوې.

د نوموړي په وينا، د دې ليدنې پر مهال ډاکټر عبدالله عبدالله د يوه کمربند يوې لارې اقتصادي نوښت ته په اشارې سره وويل چې دا هڅه به د افغانستان مخکنی ترانزيټي او سوداګريز ارزښت، چې د ورېښمو په پخوانۍ لاره کي يې درلود، يو ځل بيا روښانه کړي.

د هغه په وينا، له دغه نوښت سره به د افغانستان ځانګړى جغرافيايي موقعيت د سيمې د هېوادونو د وصل اساسي نقطه شي.

اجرائيوي رييس د چين له ولسمشر سره په ليدنه کې د افغان سولې په څلور اړخيز ګروپ کې د دغه هېواد له هڅو مننه وکړه، خو زياته يې کړه چی له هغو مجلسونو څخه لکه څنګه چې تمه وه، سمې پايلې نه دې ترلاسه شوې.

ډاکټر عبدالله ويلي، افغانستان هيله لري چې چين به په سيمه کې له خپل نفوذ څخه په ګټه اخيستنې سره د سيمې په کچه د ترهګرۍ او سخت دريځۍ ضد همکارۍ زياتې کړي او د سيمی هېوادونه به دې ته و هڅوي تر څو د افغانستان د سولې له بهير سره رښتينې او پوره مرسته او ملاتړ وکړي.

نوموړي زياته کړه چې په سيمه کې د ترهګرۍ د ځپلو او په افغانستان او سيمه کې د ټېکاو لپاره اړينه ده، چې چين له خپل مثبت اغېز څخه په ګټه اخيستنې سره د سيمې هېوادونه لازمې همکارۍ او اړينو هڅو ته وهڅوي.

اجرائيوي رييس يادونه وکړه چې افغانستان د ترهګرۍ د قرباني په توګه تل د ترهګريزو ډلو پر ضد کوټلي ګامونه پورته کړي او په دې لړ کې يې د ختيځ ترکستان د اسلامي غورځنګ د ډلې پر ضد هم له بل هر هېواد څخه ډېر اقدامات کړي دي.

هغه زياته کړې: ((ترهګر د افغانستان او چين ګډ دښمنان دي.))

د چين ولسمشر شي جين پينګ د افغانستان له اجرائيوي رييس ډاکټر عبدالله عبدالله سره په دې ليدنه کې يو ځل بيا د افغانستان د ملي يووالي له حکومت څخه د خپل هېواد هر اړخيز ملاتړ اعلان کړ.

نوموړي وويل چې هېواد يې د افغان حکومت په مشرۍ او مالکيت د سولې له خبرو، د ځمکنۍ بشپړتيا او خپلواکۍ او د هېواد د بيارغونې او پرمختګ لپاره له ټولو پيل شوو فعاليتونو او پروژو څخه کلک ملاتړ کوي.

هغه د ترهګرۍ او سخت دريځۍ پر ضد د افغان حکومت او ملي امنيتي او دفاعي ځواکونو هڅې وستايلې او د سولې په پروسه کې يې د هر ډول مرستې او همکارۍ ډاډ ورکړ.

جين پينګ يادونه وکړه چې دوی به د اسيايي زېربنايي بانک او د شانګهای د همکاريو په سازمان کې هم د افغانستان د بشپړ غړيتوب له غوښتنې ملاتړ وکړي.

هغه همداراز وويل، چين چمتو دی چې له ګاونډيانو سره د افغانستان د نښلولو په برخه کې له افغانستان سره همکاري وکړي او په دې برخه کې د افغانستان د هڅو ملاتړ کوي.

د چين ولسمشر په نننۍ ليدنه کې همداراز له ترهګرۍ او سخت درېځۍ سره د ښې مبارزې لپاره د افغانستان د ملي امنيتي ځواکونو د اکمال او تجهيز او اضافي ملاتړ لپاره هم د خپل هېواد د هر اړخيزې مرستې ډاډ ورکړ.

برچسب: نویسنده: کاوه محمدزادگان تاريخ: چهارشنبه 29 ارديبهشت 1395 ساعت: 13:01

صفحه بندی