
کابل (پژواک ٢٩ غويى ٩٥): ولسي جرګې له صنعتي طرحو څخه د ملاتړ قانون طرحه او دغه راز د پاسپورټ قانون طرحه د رايو په اکثريت سره تصويب کړې.
د يادې جرګې د ملي اقتصاد کمېسيون مرستيال حاجي محمدهاشم فاريابي، چې له صنعتي طرحو څخه د ملاتړ قانون طرحه يې د جرګې غړو ته وړاندې کوله، وويل چې د قانون دغه طرحه د ملي اقتصاد د ودې او پراختيا لپاره مهمه ده او د جرګې په کمېسيونونو کې په دې اړه هيڅ ستونزه شتون نه لري.
نوموړي د غونډې رييس ته يادونه وکړه، چې ياده طرحه په څلورو فصلونو او ٢٦ مادو کې رايې اخيستنې ته چمتو ده.
نوموړي د يادې طرحې په اړه نور جزييات وړاندې نه کړل.
د ولسي جرګې د کورني امنيت کمېسيون مشر ميرداد خان نجرابي وويل، چې د پاسپورټ قانون درلودل يوه اړتيا ده او د پاسپورټ قانون د نوې طرحې له مخې، د پاسپورټ ميعاد له پنځو کلونو څخه لسو کلونو ته زياتيږي.
نوموړي هم د دې طرحې په اړه له زياتو جزياتو وړاندې کولو پرته وويل، چې د جرګې په کميسيونونو کې د پاسپورټ قانون طرحې په اړه هم کوم مخالفت شتون نه درلود.
د ولسي جرګې لومړى مرستيال حاجي ظاهر قدير چې نن يې د يادې جرګې رياست پر غاړه درلود، وويل چې له صنعتي طرحو څخه د ملاتړ قانون طرحه د څلورو فصلونو او ٢٦ مادو په درلودو او د پاسپورټ قانون طرحه د پنځو فصلونو او ٤١ مادو په درلودو، رايې ورکولو ته چمتو ده.
په پايله کې دواړه طرحې د ١١٩ موافقو رايو او ٣ مخالفو رايو په درلودو سره تصويب شوې.
برچسب:
نویسنده: کاوه محمدزادگان