خرید بک لینک

جلال اباد (پژواک، ۲۹ غويی ۹۵): د ننګرهار په خوږياڼو او اچين ولسواليو کې د وسله والو مخالفينو په خپلمنځي او له امنيتي منسوبينو سره د نښتو په ترڅ کې ۲۷ وسله وال وژل شوي او ١١ نور ټپيان دي.

د ننګرهار د والي وياند عطاءالله خوږياڼي د غويي په ٢٩مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې د خوږياڼو ولسوالۍ په وزيرو سيمه کې تېره شپه د امنيتي ځواکونو او وسله والو طالبانو تر منځ نښته شوې ده.

هغه زياته کړه چې د دې نښتې په ترڅ کې د څلورو قوماندانانو په ګډون ۹ وسله وال طالبان وژل شوي او زيات شمېر نور ټپيان شوي دي.

د نوموړي په وينا، همدا راز د دې نښتې په ترڅ کې يو سيمه ييز پوليس هم وژل شوی او دوه نور ټپيان دي، خو ولسي وګړو ته کوم زيان نه دی اوښتی.

خوږياڼى وايي چې په همدې حال کې د اچين ولسوالۍ په کرکرۍ سيمه کې د داعش او طالب وسله والو تر منځ نښته شوې چې په ترڅ کې ۱۵ داعش او درې وسله وال طالبان وژل شوي.

د نوموړي په وينا، دغه راز په دې نښته کې شپږ داعش او پنځه وسله وال طالبان ټپيان شوي هم دي.

د والي وياند وايي چې د دې نښتې په ترڅ کې دوه تنه داعش د وسله والو طالبانو له لوري ژوندي هم نيول شوي دي.

د ننګرهار د امنيې قوماندانۍ وياند سمونمل حضرت حسين مشرقيوال د خوږياڼو ولسوالۍ د نښتې او مرګ ژوبلې د تاييد تر څنګ پژواک ته وويل چې د جګړې پر مهال په ځوابي ډزو کې يوه ماشومه هم ټپي شوې ده.

د خوږياڼو ولسوالۍ اوسېدونکي شبير بارکزي پژواک آژانس ته وويل چې لسګونه وسله والو تېره شپه د وزيرو په سيمه کې پر پوستو بريدونه کړي دي.

نوموړی زياتوي: ((موږ ته د مرګ ژوبلې په تړاو معلوماتو نشته خو د شپې تر ناوخته پورې مو د ډزو غږونه اورېدلي دي.))

وسله والو طالبانو تر اوسه په دې تړاو رسنيو ته څه نه دي ويلي.

برچسب: نویسنده: کاوه محمدزادگان تاريخ: چهارشنبه 29 ارديبهشت 1395 ساعت: 15:41

صفحه بندی