ولسمشر غني په اماراتو کې افغان ماشومانو ته د افغان نصاب لرونکي ښوونځيو د ايجاد سپارښتنه وکړه
کابل (پژواک ٢١ غبرګولى ٩٥): ولسمشر اشرف غني په اماراتو کې د افغانستان سفارت مسوولينو ته لارښوونه وکړه، چې په دې هېواد افغان ماشومانو ته د افغان نصاب لرونکي ښوونځي ايجاد کړي. د ولسمشرۍ له مطبوعاتي دفتر څخه پژواک خبري اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې ولسمشر محمد اشرف غني عربي متحده اماراتو ...
کاپیسا کې یو ملا امام وژل شوی
محمودراقي (پژواک، ۲۱ غبرګولى ۹۵): د کاپيسا چارواکي وايي چې د دغه ولايت په اول کوهستان ولسوالۍ کې يوه کس يو ملا امام وژلى خو وروسته یاد کس د سیمې د خلکو له خوا نيول شوی او پوليسو ته يې سپارلی دی. د اول کوهستان ولسوال عبدالفتاح شفيق پژواک خبري اژانس ته وويل چې د همدې ولسوالۍ د حمزه خېلو کلي امام د بزر...
مدني فعالان: حکومت دې د ننګرهار وضعيت ته جدي پاملرنه وکړي
By زيرک فهيم on 09 June 2016 جلال اباد (پژواک،۲۰ غبرګولی۹۵): د ننګرهار يو شمېر مدني فعالانو پر حکومت غږ وکړ، څو د دې ولايت امنيتي وضعيت ته جدي پاملرنه وکړي او په تشکيلاتو کې  يې بدلون راولي. د انسان تښتوونکو پېښې ډېرېدل، د امنيت خرابوالی، د قومي مشرانو وژنې او د ځمکو غصب هغه موارد دي، چې مدني فعالان...
لوګر کې تښتول شوي ماين پاکان خوشې شول
By عبدالمقصود عزيزى on 09 June 2016 پل علم (پژواک، ٢٠ غبرګولى ٩٥): د لوګر چارواکي وايي چې په دې ولايت کې د سټرلينګ ماين پاکۍ موسسې تښتول شوي درې ماين پاکان خوشې شوي دي. د لوګر د والي وياند سليم صالح، نن (د غبرګولي شلمه) پژواک خبري اژانس ته وويل چې پنځه ورځې وړاندې (د غبرګولي ١٦مه) وسله والو طالبانو ...
د ايران او ترکيې فرهنګي ميراث په توګه بايد د "مثنوي معنوي" له ثبت څخه مخنيوى وشي
کابل (پژواک،٢٠ غبرګولى ٩٥): يو شمېر مدني بنسټونو، يونسکو سازمان کې د ايران او ترکيې هېوادونو فرهنګي ميراث په توګه د "مثنوي معنوي" ثبتولو په اړه اندېښنه وښوده او ګواښ يې وکړ، که د دې کار مخه و نه نيول شي، نو ولسي لاريونونه به وکړي. په دې وروستيو کې راپورونه خپاره شوي چې ايران او ترکيه هڅه کوي، څو د م...
"په بلخ کې د والي په نامه سلطان نه، بلکې دولتي مامور غواړو"
مزارشريف (پژواک، ۱۹ غبرګولی ۹۵): د بلخ ولايتي شورا ځينې وکيلان چې له تېرو څو ورځو يې د بلخ ادارې پر خلاف د "عدالت غوښتنې مدني حرکت" په نامه غږ پورته کړی، وايي چې په دې ولايت کې د شته فساد او ستونزو د څېړلو لپاره دې پلاوى ور ولېږل شي. دوی يو ځل بيا په بلخ کې د ځمکو د غصب، اداري فساد، نامتوازن انکشاف ...
په هرات کې لاهم باغونه په سنتي ډول خړوبېږي
هرات ښار (پژواک، ١٨غبرګولى ٩٥): د کرنيزو سيستمونو له پرمختګ سربېره، اوس هم د هرات کروندګر باغونه په سنتي ډول خړوبوي. اوسمهال د کرنې په ميکانيزه کېدو او پرمختګ سره کروندګر په هر فصل کې د خپلو باغونو او فصلونو د خړوب او اړتيا وړ اوبو خوندي کولو لپاره، له بېلابېلو لارو چارو استفاده کوي ؛ خو هرات ولايت ...