خرید بک لینک

محمودراقي (پژواک، ۲۱ غبرګولى ۹۵): د کاپيسا چارواکي وايي چې د دغه ولايت په اول کوهستان ولسوالۍ کې يوه کس يو ملا امام وژلى خو وروسته یاد کس د سیمې د خلکو له خوا نيول شوی او پوليسو ته يې سپارلی دی.

د اول کوهستان ولسوال عبدالفتاح شفيق پژواک خبري اژانس ته وويل چې د همدې ولسوالۍ د حمزه خېلو کلي امام د بزرګ په نوم د يوه کس له خوا په چره يي ټوپک وژل شوی دی.

هغه زياته کړه، دا پېښه هغه مهال رامنځته شوې، کله چې نوموړى امام د لمانځه تر ادا کولو وروسته د خپل کور پر لور روان و.

د ده په وينا چې یاد کس د کلي د خلکو له خوا نيول شوی او اوس د پوليسو له خوا ورنه څېړنې روانې دي.

شفیق وویل چې د دې وژنې انګېزه به تر څېړنو وروسته معلومه شي.

بايد وويل شي چې په تېرو دوو مياشتو په ياده ولسوالۍ کې دا لسم کس دى چې وژل کېږي.

برچسب: نویسنده: کاوه محمدزادگان تاريخ: جمعه 21 خرداد 1395 ساعت: 16:42

صفحه بندی