
هرات ښار (پژواک، ١٨غبرګولى ٩٥): د کرنيزو سيستمونو له پرمختګ سربېره، اوس هم د هرات کروندګر باغونه په سنتي ډول خړوبوي.
اوسمهال د کرنې په ميکانيزه کېدو او پرمختګ سره کروندګر په هر فصل کې د خپلو باغونو او فصلونو د خړوب او اړتيا وړ اوبو خوندي کولو لپاره، له بېلابېلو لارو چارو استفاده کوي ؛ خو هرات ولايت کې بيا داسې نه ده.
د هرات يو بڼوال وکيل احمد شهيدزاده د خپل بڼ اوبو کولو په اړه وويل :" لومړى ژمي کې بڼ ته سړې اوبه ورکوو چې هم د ځمکې مکروبونه له منځ لاړ شي او تاکونو لپاره هم خورا ګټورې دي او پسرلي موسم کې هم څو ځله باغ خړوبوو؛ خو د غويي مياشت کې يې نه خړوبوو او د غويي مياشتې نيمايي کې د ګل په نوم يې اوبه کوو څو چې انګور د ميوو دانو په اندازه نه شي نور يې نه اوبه کوو؛ وروسته که اوبه زياتې ولرو هره ورځ؛ او که نه وي له اتو ورځو وروسته يې خړوبوو، د بڼونو شاوخوا ويالې دي او کله چې بڼ خړوبوو، کومې اوبه چې ويالو باندې ويشل کېږي، نيالګي هم ترې اوبه خوري."
د غلام محمد په نامه يوه بڼوال په دې اړه وويل :" که زموږ باغونو او د انګورو تاکونو ته له ويالې نه اوبه ور ورسېږي، هرو پنځو ورځو کې يې خړوبوو؛ که اوبه و نه رسېږي په واټرپمپ يې خړوبوو، لس ورځې وروسته يې اوبه کوو، کومې ونې چې په بڼ کې دي هم په همدې ډول اوبه کېږي."
د هرات د انجيل ولسوالۍ يو بڼوال غلام رسول څه باندې ٣٠ جريبه د ميوو بڼ او تاک لري.
هغه چې د بڼوالۍ برخه کې څه باندې ٥٠ کلنه تجربه لري وويل چې هغوى ته د خړبولو دا سنتي دود له خپلو نيکونو ورپاتې دى او دوى ترې استفاده کوي.
غلام رسول وويل:" يواځې په غويي مياشت کې چې انګور ګل کې وي، اوبه نه ورکوو؛ پاتې نور وختونه يې اته ورځې وروسته خړوبوو؛ زه په دې برخه کې پوره تجربه لرم."
په ورته وخت کې د هرات کرنې رياست مرستيال بشيراحمد احمدي په دې اړه وويل چې افغانستان په ځانګړې توګه هرات کې چې کروندګر خورا بد اقتصادي وضعيت لري، خپلې ځمکې په دوديز ډول خړوبوي.
نوموړي وويل:" بزګران نه دي توانېدلي چې په عصري ډول د اړتيا وړ وسايل ترلاسه کړي او خپل بڼوڼه خړوب کړي؛ که څه هم د کرنې رياست کارمندانو ته په نړۍ کې د موجودو خړوبولو لارو چارو روزنه ورکړل شوې ده. "
همداراز په دې اړه، د کرنيزو چارو متخصص سيد منتظرشاه هاشمي پژواک ته وويل چې د انګورو بوټي بايد درې پړاونه، د ګل غوړېدو، د نخودو په اندازه د انګورو دانو غټېدو او له حاصل ټولو څخه وروسته خړوب شي.
د نوموړي په وينا، په هېواد کې تر ډېره دوه ډوله اوبه لګول کېږي؛ د ځمکې مخ او د تاکونو لپاره د ويالو جوړول چې د اوبو زيات لګښت ترڅنګ له خاورو څخه د نبات اړتيا وړ خوراکي توکو وينځل، د بې کاره بوټو ودې، ناروغيو او افاتو ته لار هوارول، ددې سيستم له نيمګړتياوو څخه دي.
برچسب:
نویسنده: کاوه محمدزادگان