Pasto: HP lead articles

متن مرتبط با «راشد» در سایت Pasto: HP lead articles نوشته شده است

د اډیلایډ لوبډلې دریمي بریا باندي د راشدخان اغيز.

  • دا چې راشدخان په نړیوال جام کې ښه ونه ځلېد او په توپ اچونه کې وټکېده؛ نو ورسره یې جوخت نورې لوبې هم زیانمنې شوې؛ خو اوس یو ځل بیا هغه فوم کې ښکاري او د اسټرالیا په بېګ باش لیګ کې ښه ځلېږي. هغه په دوو , ...ادامه مطلب

  • راشدخان له منېش پانډی ګیله کړې

  • د هندوستان د ملي لوبډلې او د سن رایزرز حېدراباد لوبډلې تخنیکي او پیاوړي توپ وهونکي منېش پانډی د ډېسمبر په دویمه نېټه د دوشنبې په ورځ واده وکړ. منېش پانډی ۳۰ کاله عمر لري او د هندوستان د اوتاران چال سی, ...ادامه مطلب

  • په IPL کې د راشد خان دې لوبه

  • د آې پي ایل سیالیو د دوو اونیو مهال, ...ادامه مطلب

  • راشدخان، ۲۶ کلن اسټرالیایي لوبغاړي ته د توپ اچونې چل وښود

  • افغان ګوګلي ماسټر چې اوس یې د شلم کال په دُرشل قدم اېښی، د بېګ باش لیګ په دوام د اسټرالیا سپېنر توپ اچوونکي اډم زمپا ته د مړوند لېګ برېک توپ اچونې چل ور زده کړ. ادم زمپا چې د اسټرالیا په ویلز سیمه کې , ...ادامه مطلب

  • راشد خان ته له انګلستان نه زیری وشو !

  • د انګلستان د کرکټ په کاونټي ۲۰ اوریزه (T20 Blast) سیالیو کې د افغان لوبغاړي راشد خان د لوبیدو خبر ورکړل شو.د «آي ایس پي ان کرک انفو» د مشهوره ویب پاڼې د معلوماتو پر اساس د انګلستان د (T20 Blast) شل اوریزه کرکټ سیالیو راتلونکې پړاو کې افغان لوبغاړي راشد خان د سسکیس لوبډلې سره تړون کړی دی. د معلوماتو له مخې د کاونټي سیالیو په دغه لیګ کې د راشد خان د لوبیدو تړون د سسکیس لوبډلې د نوي روزنکي «جیسن ګلیسپي» لخوا شوی دی، چې د بیګ باش شل اوریزه کرکټ سیالیو کې د اډلایډ سټرایکرز لوبډلې سره هم د روزونکي په توګه ملګری و. راشد خان په بیلابیلو لیګونو کې لوبیدلی د انګلستان د کرکټ کاونټي دغه ۲۰ اوریزه سیالۍ د راتلونکې جولاي میاشتې په ۴ مه نېټه پیلیږي، چې پکې د سسکیس لوبډلې مشر، کیت گرینفیلډ د راشد خان ورتګ ته خوښي ښودلې او د نوموړي په اړه یې ویلي دي، چې راشد خان د کرکټ په نړۍ کې د سپین بالینګ په برخه کې یو له هغو پیاوړو لوبغاړو څخه دی، چې بیلابیلې لوبډلې یې په راخپلولو پښیمانه کړې نه دي او دی یې راتګ ته هیله مند دی. باید ووایو چې راشد خان د افغان لوبډلې لپاره هغه ځلیدونکی لوبغاړی دی، چې په کمه موده کې یې د خپلې ښکلې لوبې په کولو سره د کرکټ نړۍ په ګوډ ګوډ کې د افغانستان نمایندګي وکړه او د کرکټ مشهوره او پیاوړي لوبغاړي یې حیران کړي، چې اوس ورته په هر لیګ کې د کرکټ بیلابیلې لوبډلې د خان سره د لوبیدو ل, ...ادامه مطلب

  • راشد خان د کرکټ په نړیواله درجه بندۍ کې لمړي مقام ته ورسید !

  • د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې ځوان لوبغاړی راشد خان د کرکټ نړیوالې شورا د بالرانو د درجه بندۍ په لیست کې لمړي مقام ته ورسید. افغان لوبغاړي راشد خان، چې په لیټل ګوګلي ماسټر هم مشهور دی او د کرکټ نړۍ مشهوره لوبغاړي یې د خپل بالینګ یا توب اچونې د تاثیر لاندې راوستي دي، په خپلې ښکلې توپ اچونې سره د زیمبابوې خلاف د ۲ شل اوریزه کرکټ سیالیو کې د لوبیدو او ۵ ویکټو اخیستو وروسته لمړي مقام ته ورسید. نوموړی د افغانستان او زیمبابوې د کرکټ ملي لوبډلو ترمنځ د دوه شل اوریزه سیالیو په دوران کې د ۵ ویکټو په اخیستو بریالی شو، چې په همدغه کار کردګۍ یې نیوزیلینډې بالر میچل سنټنر څخه لمړی مقام خپل کړ. دا لمړی ځل دی، چې د کرکټ په تاریخ کې یو افغان لوبغاړی د کرکټ نړۍ کې د لوبو په یو فرمټ یا بڼه کې لمړی مقام خپلوي. له دې وړاندې راشد خان د همدغه درجه بندۍ لیست په دویمه کرښه کې قرار درلود. که څه هم تر دې مهاله د کرکټ نړیوالې شورا د درجه بندۍ په لیست کې کوم تغیر نه دی راغلی، خو افغان لوبډلې د ۸ مقام خپلو لپاره دوه او راشد خان د یو امیتیاز خپلولو ته اړتیا درلوده، چې د ۵ ویکټو اخیستو وروسته نوموړي دغه امتیاز خپل کړی دی او لمړي ته رسیدلی دی. له دې ځایه ددې لیکنې شریکول مه هیروئ:له فیسبوک تبصرې تبصرې , ...ادامه مطلب

  • د کرکټ په نړیواله درجه بندۍ کې؛ د نبي او راشد خان پرلپسې راپورته کیدل

  • د کرکټ نړیوالې شورا لخوا د ۲۰ اوریزه کرکټ سیالیو په وروستۍ اعلان شوې درجه بندۍ کې د افغان کرکټ ملي لوبډلې ځوان لوبغاړی راشد خان د بالرانو په لیست کې دویم مقام ته رسیدلی دی. افغان لوبغاړی راشد خان په وروستیو دریو کلونو کې د افغان کرکټ ملي لوبډلې سره یو ځای شوی دی، چې د ۲۰۱۶ م کال د کرکټ نړیوال جام د غواراوي سیالیو څخه را وروسته ورځ تر بلې په نړیوال کرکټ کې ځلیږي. په اندریوډ ټیلفون کې له دې ځایه یاران اپ ښکته کولی شئ. او د انټرنیټ په کمه ډیټا د یاران لیکنې لوستلی شئ نوموړی د خپلې کرکټ ملي لوبډلې ترڅنګ د کرکټ په نږدې ټولو مشهوره تجارتي لیګونو د اسټرالیا په بیګ باش، د هندوستان په آي پي ایل، د بنګله دیش په بي پي ایل، د ویسټ انډیز په سي پي ایل، د افغانستان په شپږیزه کرکټ لیګ کې لوبیدلی دی او د پاکستان د پي اس ایل سیالیو کې هم د لوبیدو په موخه نیلامۍ ته وړاندې شوی دی. د کرکټ نړیوالې شورا لخوا د ۲۰ اوریزه سیالیو د بالرانو په وروستۍ تازه اعلان شوې درجه بندۍ کې راشد خان د پاکستاني عماد وسیم څخه وروسته دویم خو هندي جسپریټ بومرا څخه پخوانی دویم ځای خپل کړی دی. د بالرانو په دې نوې اعلان شوې درجه بندۍ کې پاکستان عماد وسیم د ۷۱۸ پواینټونو په درلودلو لمړی، افغان راشد خان د ۷۱۷ پواینټونو په درلودلو دویم، هندی تیز بالر جسپریټ بومرا د ۷۰۲ پواینټونو په درلودلو دریم مقام خپل کړی دی. همدا راز په دې , ...ادامه مطلب

  • راشد خان د بیګ باش سیالیو کې د ګډون په لپاره اسټرالیا ته ولاړ

  • شریکول د افغانستان او نړیوال کرکټ مشهوره ځوان ګوګلي ماسټر راشد خان د اسټرالیا د کورنیو بیګ باش کرکټ سیالیو کې د ګډون په موخه اسټرالیا ته ولاړ. د افغان کرکټ ملي لوبډلې دې لوبغاړي راشد خان د خپلې ټولنیزې شبکې رسمي فیسبوک پاڼې څخه خبر ورکړی، چې نوموی د بیګ باش په سترو تجارتي کرکټ سیالیو کې د ګډون په موخه اسټرالیا ته ولاړ. په اندریوډ ټیلفون کې له دې ځایه یاران اپ ښکته کولی شئ. او د انټرنیټ په کمه ډیټا د یاران لیکنې لوستلی شئ د کرکټ تجارتي بیګ باش سیالۍ لکه د هندوستان اي پي ایل لوبو په څیر خورا جالبه او مشهوره سیالۍ دي، چې د کرکټ نړۍ پیاوړي لوبغاړو ته پکې د لوبیدو موقع وي. د بیګ باش تجارتي کرکټ دې پړاو سیالۍ د روان ۲۰۱۷ م کال د همدې وروستۍ ډیسمبر میاشتې په ۱۹ مه نیټه پیل کیږي او د ۲۰۱۸ م کال د فیبرورۍ میاشتې تر څلورمې نیټې به دوام وکړي. په دې سیالیو کې د آډلایډ سټرایکرز، بریسبان هیټ، هوبرټ هریکنز، ملبرن رینګیډز، ملبرن سټارز، پیرت سکارتچرز، سډني سیکسرز او سډني تندرز لوبډلې شاملې دي. د دې پړاو سیالیو کې به افغان لوبغاړی راشد خان د اسټرالوي ټراویس هیډ په لوبډلمشرۍ کې اډلایډ سټرایکرز لوبډلې په ګټه د لمړي ځل لپاره لوبې ترسره کړي. د یادونې وړ ده، چې په همدې سیالیو کې به د افغان کرکټ ملي لوبډلې الراونډر لوبغاړی محمد نبي عیسی خیل، چې اوس مهال په متحده عربي اماراتو کې د کرکټ ۱۰ اوریزه, ...ادامه مطلب

  • جدیدترین مطالب منتشر شده

    گزیده مطالب

    تبلیغات

    برچسب ها