د ترافيکي پېښو د مخنيوي لپاره مهمه غونډه جوړېږي
کابل (پژواک، ١٩ غويى ٩٥): د اجرائيوي رياست لومړى مرستيال د غزني پر ترافيکي پېښې د خواشينۍ څرګندولو تر څنګ د ترانسپورټ وزارت ته لارښوونه وکړه چې خصوصي ترانسپورټي شرکتونو ته په دې اړه جدي لارښوونې وکړي. د کابل- کندهار پر لويه لاره د غزني په مقر ولسوالۍ کې نن سهار په يوه ترافيکي پېښه کې ٥٢ تنه مړه او ٧...
داعش ولې اچین ځان ته انتخاب کړ؟
کابل (پژواک، ۱۹ غويی ۹۵): د ډيورنډ فرضي کرښې ته د نږدېوالي، داسانه اکمالاتو او وسله والو تګ راتګ له امله داعش وسله والې دلې د ننګرهار سرحدي ولسوالۍ اچين د خپل مرکز لپاره انتخاب کړې وه او پلان يې درلود، چې نورو سيمو ته هم خپل فعاليتونه وغځوي. د اچين ولسوالۍ جغرافيوي او قومي جوړښت: اچين ولسوالي د جلال...
شپږ کسان اعدام شول
کابل (پژواک، ١٩ غويى ٩٥): يوه باوري سرچينه وايي، شپږ تنه چې په «تروريستي بريدونو» کې يې لاس درلود، اعدام شوي دي. دغه سرچينه چې نه غواړي نوم يې څرګند شي، وايي چې ياد شپږ کسان نن اعدام شوي دي. سرچينه په دې اړه نور جزئيات نه ورکوي. دا په داسې حال کې ده چې څو ورځې مخکې ولسمشر محمداشرف غني ملي شورا ته په...
کندوز کې د مخالفينو پنځه سرګروپان ووژل شول
کندوز (پژواک ١٨ غويى ٩٥): په کندوز امنيتي مسوولين وايي، د دې ولايت په چهاردرې ولسوالۍ کې د هوايي بريد په پايله کې د وسله والو طالبانو پنځه سرګروپان وژل شوي دي. په شمال ختيځ کې د پامير ٢٠ فرقې قومندان جنرال محى الدين غوري، پژواک خبري اژانس ته وويل، چې دغه پېښه نن ماسپښين په شاوخوا يوه بجه د چهاردرې پ...
په بلخ کې ١٠٢ فابريکو له سره فعاليت پيل کړ
مزارشريف (پژواک ۱۸ غويى ۹۵): د بلخ په صنعتي پارکونو کې د برېښنا د يوه سب سټېشن د فعاليدو له امله د دغه ولايت ۱۰۲ توليدي فابريکو خپلې چارې بيا پيل کړې. د مزارشريف ښار په علي شېرنوايي صنعتي پارک کې د غويي په ۱۸مه، د يو ميليون امريکايي ډالرو په لګښت د برېښنا سب سټېشن پرانيستل شو. د پانګې اچونې د ملاتړ ...