خرید بک لینک

کابل (پژواک، ١٩ غويى ٩٥): د اجرائيوي رياست لومړى مرستيال د غزني پر ترافيکي پېښې د خواشينۍ څرګندولو تر څنګ د ترانسپورټ وزارت ته لارښوونه وکړه چې خصوصي ترانسپورټي شرکتونو ته په دې اړه جدي لارښوونې وکړي.

د کابل- کندهار پر لويه لاره د غزني په مقر ولسوالۍ کې نن سهار په يوه ترافيکي پېښه کې ٥٢ تنه مړه او ٧٢ نور ژوبل شول.

په مقر ولسوالۍ کې د سپرليو دوه ٣٠٣ موټر د تېلو له يو ټانکر سره ټکر وکړ چې له امله يې درې واړه موټرو اور اخيستى و.

د اجرائيوي رياست لومړي مرستيال انجنير محمد خان پر يادې پېښې ژوره خواشيني څرنده کړې او زياته کړې یې ده چې په هېواد کې د نورو ناخوالو تر څنګ ترافيکي پېښې هغه ننګونې دي چې د ګڼ شمېر هېوادوالو د مرګ ژوبلې لامل ګرځي.

هغه زياته کړې چې دغه زړه بوږنوونکې پېښې ډېری وخت د موټر چلوونکو د بې احتياطۍ او د ترافيکي اصولو د نه مراعات په پايله کې منځ ته راځي.

د اجرايوي رياست لومړي مرستيال د يادې دردناکې پېښې په اړه د غزني ولايت اړوندو مسوولينو ته د دې پيښې په اړه د جدي پلټنو امر او لارښوونه يې وکړه چې د پېښې قربانيانو ته بېړنۍ مرستې ورسوي.

انجنير محمدخان د دې تر څنګ د ترانسپورټ وزارت ته هدايت ورکړ چې ژر تر ژره د ټولو مسافر وړونکو موټرو لپاره يو داسې طرزالعمل جوړ کړي او له خصوصي سکټور څخه ژمنه واخيستل شي چې په راتلونکي کې د داسې پېښو د تکرار مخنيوی وشي.

په خبرپاڼه کې راغلي چې د لومړي مرستيال له حکم سره سم راتلونکې اونۍ د کورنيو چارو وزارت اړوند د ټرافيکو رياست، د لويو لارو د امنيت مسوولين، د ټرانسپورت وزارت مسوولينو په شمول به د خصوصي سکټورله استازو سره له ټرافيکي پېښو څخه د مخنیوي په خاطرهر اړخيزه ناسته ترسره شي.

برچسب: نویسنده: کاوه محمدزادگان تاريخ: يکشنبه 19 ارديبهشت 1395 ساعت: 19:22

صفحه بندی