
کابل (پژواک، ١٩ غويى ٩٥): يوه باوري سرچينه وايي، شپږ تنه چې په «تروريستي بريدونو» کې يې لاس درلود، اعدام شوي دي.
دغه سرچينه چې نه غواړي نوم يې څرګند شي، وايي چې ياد شپږ کسان نن اعدام شوي دي.
سرچينه په دې اړه نور جزئيات نه ورکوي.
دا په داسې حال کې ده چې څو ورځې مخکې ولسمشر محمداشرف غني ملي شورا ته په وينا کې ويلي وو چې نور د عفوې وخت تېر شوى او د اعدام په اړه د محاکمو پرېکړې به پلې شي.
په دې اړه به نور جزئيات وروسته خپاره شي.
برچسب:
نویسنده: کاوه محمدزادگان