سرپل کې له ښکېلو لوريو ٩ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې
سرپل(پژواک، ٤ غبرګولى ٩٥): په سرپل ولايت کې د څو ساعته نښتې په ترڅ کې لږ تر لږه يو سيمه ييز پوليس او درې وسله وال طالبان وژل شوي او يو پاڅونوال او څلور طالبان ټپيان دي. د سيمې خلک وايي چې دغه نښته تېره ورځ مازيګر د دې ولايت د مرکز اړوند د شيرم او له شيرم سره پر پوله د سوزمه کلا ولسوالۍ د بُرقوت په س...
طالبانو د ملا منصور وژنه تاييد کړه او ملا هبت الله يې د نوي مشر په توګه اعلان کړ
Pajhwok combines its expertise and experience in news reporting with a telecom firm and thus reach a wider audience in an effective way. To subscribe: English News Update : Send 83 to 824Dari News Update : Send 84 to 824Pashto News Update : Send 85 to 824 Let's block ads! (Why?)
د جوزجان والي: د حکومت پر وړاندې د جنګېدونکو وژنه واجب ده
شبرغان (پژواک، ٤ غبرګولى ٩٥): د جوزجان والي مولوي لطف الله عزيزي وايي چې د ملي يووالي حکومت د خلکو د ارادې پر بنسټ رامنځته شوی او په نظام کې پر ستونزو سربېره هم له شرعي اړخه یې پر وړاندې بغاوت هېڅ جواز نه لري.نوموړي دا ټکى نن د جوزجان په فيض اباد ولسوالۍ کې له افغان امنيتي ځواکونو د ملاتړ يوې جوړې ش...
په کابل ښار کې د یوې کورنۍ څلور کسان وژل شوي
کابل (پژواک، ٣ غبرګولى ٩٥): د کابل ښار دولسمې امنيتي حوزې اړوند د احمدشاه بابا مېنه کې يوه کس د خپلو دوو وروڼو په همکارۍ خپله مېرمن، اوښى، خواښې او خسر وژلي او پوليسو ياد درې وروڼه نيولي دي. دا څرګندونې د کابل پوليسو د ١٠١ اسمايي زون د جنايي جرمونو پر وړاندې د مبارزې مشر سمونوال فريدون عبيدي پژواک خ...
سرچينه : ملا منصور له وژل کېدو مخکې له روسي پلاوي سره د خبرو لپاره ايران ته تللى و
Pajhwok combines its expertise and experience in news reporting with a telecom firm and thus reach a wider audience in an effective way. To subscribe: English News Update : Send 83 to 824Dari News Update : Send 84 to 824Pashto News Update : Send 85 to 824 Let's block ads! (Why?)
په ننګرهار کې د کوکنار اړولو کمپاين درېدلی
جلال اباد (پژواک، ۳ غبرګولی ۹۵): د ننګرهار ولايت چارواکي وايي، د مالي امکانانو او په ځينو سيمو کې د نا امنيو له امله د کوکنار اړولو کمپاين په ټپه درېدلی دی. د ننګرهار په ۱۳ ولسواليو کې تېر کال ۱۰۰۱۷ هکټاره ځمکه باندې کوکنار کرل شوي وو، وېل کېږي چې سږ کال ښايي دا کچه لوړه وي؛ خو تر اوسه يې دقيقه سروې...
" پاکستان افغان خاوره کې له جوړو شوو تاسيساتو يواځې يوه دروازه سپارلې"
کابل (پژواک،٢ غبرګولى ٩٥): د مشرانو جرګې ځينې غړي ادعا کوي چې پاکستان افغان خاوره کې له جوړو شوو تاسيساتو څخه له يوې سرحدي دروازې پرته نور څه افغانستان ته نه دي سپارلي. دا په داسې حال کې ده چې پرون په افغانستان کې د پاکستان سفير اعلان وکړ چې پاکستانيو ځواکونو د افغانستان خاوره ( انګوراډه کې) جوړ شوي...
ډاکټر عبدالله ترکيې ته روان شو
کابل (پژواک ٢ غبرګولى ٩٥): اجرائيوي رييس ډاکټر عبدالله د يوه لوړپوړي دولتي پلاوي په مشرۍ نن غرمه په يوه دوه ورځني سفر ترکيې ته روان شو. له اجرائيه رياست څخه پژواک خبري اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د نوموړي د سفر موخه په نړيواله دوستانه سرمشريزه کې ګډون دى. سرچينه کاږي، اجرائيوي رييس به...