کابل (پژواک، ٣ غبرګولى ٩٥): د کابل ښار دولسمې امنيتي حوزې اړوند د احمدشاه بابا مېنه کې يوه کس د خپلو دوو وروڼو په همکارۍ خپله مېرمن، اوښى، خواښې او خسر وژلي او پوليسو ياد درې وروڼه نيولي دي.
دا څرګندونې د کابل پوليسو د ١٠١ اسمايي زون د جنايي جرمونو پر وړاندې د مبارزې مشر سمونوال فريدون عبيدي پژواک خبري اژانس ته وکړې.
ده وويل چې دغه پېښه نن له غرمې مخکې شاوخوا نهه بجې د کورني تاوتريخوالي په پايله کې رامنځته شوې ده.
هغه وايي چې د يادو دوو کورنيو تر منځ له څو کلونو راهيسې اختلاف موجود و او شاوخوا يو کال مخکې قومي مخورو پرېکړه کړې وه چې نن دغه وژل شوې ښځه (د نيول شوي تن مېرمن) د هغې د پلار کور ته ولاړه شي.
ده وويل چې د همدې پرېکړې له مخې دغه مېرمن د خپل پلار په کور کې اوسېده چې نن سهار ووژل شوه .
د عبيدي په وينا، د پوليسو ابتدايي معلومات ښيي چې ياد درې وروڼه د وژل شوو کسانو کور ته ورغلي او ياد څلور تنه يې وژلي دي.
عبيدي وايي چې پوليسو د دې وژنو په تړاو دغه درې وروڼه نيولي او د وژنو په اړه د پوليسو څېړنې روانې دي.
برچسب:
نویسنده: کاوه محمدزادگان