جلال اباد (پژواک، ۳ غبرګولی ۹۵): د ننګرهار ولايت چارواکي وايي، د مالي امکانانو او په ځينو سيمو کې د نا امنيو له امله د کوکنار اړولو کمپاين په ټپه درېدلی دی.
د ننګرهار په ۱۳ ولسواليو کې تېر کال ۱۰۰۱۷ هکټاره ځمکه باندې کوکنار کرل شوي وو، وېل کېږي چې سږ کال ښايي دا کچه لوړه وي؛ خو تر اوسه يې دقيقه سروې نه ده بشپړه شوې.
روانه مياشت په دغه ولايت کې د کوکنارو اړولو کمپاين پيل شو، خو په سره رودو ولسوالۍ کې پر ۱۵۰ جريبه ځمکې د دغه فصل له اړولو وروسته دا پروسه بنده شوه.
د ننګرهار د نشه يي توکو پر ضد د مبارزې رييس محمد ادريس ساپي د غبرګولي په ٣مه پژواک خبري اژانس ته وويل، د ځېنو ستونزو له امله دا کمپاين په ټپه ولاړ دی.
ساپی وايي: ((مشکلات دا دي، چې سږکال موږ ته د کوکنارو اړولو مالي امکانات رانه کړل شو، په ځينو سيمو کې ناامني ده او بله ستونزه دا ده چې امنيتي سرتېري هم مصروف دي.))
د نشه يي توکو پر ضد د مبارزې رييس وايي، د ننګرهار په ۱۳ ولسواليو کې کوکنار کرل شوي او يوازې د سره ردو ولسوالۍ په ځېنو سيمو کې ۱۵۰ جريبه يې اړول شوي دي.
هغه وايي، د کرل شوو کوکنار کره شمېره ځکه نه ده، معلومه چې تراوسه يې په دې تړاو سروې نه ده بشپړه شوې.
ادريس ساپي مني،چې د ننګرهار په ځينو سيمو کې د کوکنار څخه برګزو حاصل ټول کړی دی.
د ننګرهار مدني فعال او ژورنالېست نويد شينواري پژواک اژانس ته وويل، د شينوارو په ګډون په ځينو ولسواليو کوکنار کرل شوي او حاصل يې د ټولېدو په مرحله کې دي.
شينواری زياتوي چې سږکال په ننګرهار ولايت کې د کوکنارو اړولو کمپاين بريالی نه و.
د ننګرهار د ولايتي شورا منشي ذبيح الله زمري پژواک اژانس ته وويل، په ځينو ولسواليو کې کوکنار کرل شوي او ناشونې ده، چې ټول يې واړل شي.
زمري هم د کوکنار اړولو پروسه نيمګړې او ټکنۍ وبلله.
بلخوا د ننګرهار د امنيې قوماندانۍ وياند سمونمل حضرت حسين مشرقيوال پژواک اژانس ته وويل، په ځېنو سيمو کې کوکنار اړول شوي او په نورو کې به هم واړول شي.
هغه تاييد کړه چې په لرو پرتو سيمو کې به د کوکنارو اړلو چاره ستونزه وي؛ ولي پوليس چمتو دي څو دا پروسه مخ ته يوسي.
د ننګرهار د والي وياند عطاء الله خوږياني بيا يادونه وکړه چې د ولايت مقام په پام کې لري؛ څو په نورو سيمو کې هم کوکنار واړوي.
خوږياني د کوکنارو د اړولو کمپاين د درېدو په تړاو څه ونه ويل؛ خو زياته يې وکړه، چې په ځينو سيمو کې کوکنار اړول شوي دي.
برچسب:
نویسنده: کاوه محمدزادگان