پاکستان له خوست سره پر ډیورنډ کرښه لارې تړلې دي
خوست ښار (پژواک، ٩ غبرګولى ٩٥): پاکستاني ځواکونو له تېرې چهارشنبې راهيسې پر ډيورنډ کرښه له خوست سره د تګ راتګ لارې تړلې او پر سپرليو سربېره بار وړونکو موټرو ته هم اجازه نه ورکوي چې د کرښې کومې غاړې ته واوړي. په سوېل ختيځ کې د سرحدي ځواکونو د دويمې لوا قوماندان سمونوال رازمحمد مندوزي پژواک خبري اژانس...
د بې پیلوټه الوتکې برید کې د داعش شپږ وسله وال وژل شوي
جلال اباد (پژواک، ٩ غبرګولى ٩٥): د ننګرهار امنيتي چارواکي وايي چې په هسکې مېنې ولسوالۍ کې د بې پيلوټه الوتکې په بريد کې د داعش شپږ وسله وال وژل شوي دي. د ننګرهار د امنيې قوماندانۍ وياند سمونوال حضرت حسين مشرقيوال د غبرګولي په ٩مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې بهرنيو ځواکونو تېره شپه د هسکې مېنې ولسوال...
د ملي اردو سرتېرو په لوګر کې خلک وهلي
پل علم (پژواک، ۸ غبرګولی ۹۵): د لوګر ولايت ځينې اوسېدونکي ادعا کوي چې د ملي اردو ځواکونو له لوري وهل شوي دي. دغه خلک چې د لوګر ولايت د مرکز علي خان او جمعه کلا اوسيدونکي دي او شمېر يې لسګونو تنو ته رسېده نن د لوګر ولايتي شورا ته د شکايت لپاره را رغلي وو. د لوګر د مرکز جمعه کلا اوسېدونکي عبدالرحمن پژ...