خوست ښار (پژواک، ٩ غبرګولى ٩٥): پاکستاني ځواکونو له تېرې چهارشنبې راهيسې پر ډيورنډ کرښه له خوست سره د تګ راتګ لارې تړلې او پر سپرليو سربېره بار وړونکو موټرو ته هم اجازه نه ورکوي چې د کرښې کومې غاړې ته واوړي.
په سوېل ختيځ کې د سرحدي ځواکونو د دويمې لوا قوماندان سمونوال رازمحمد مندوزي پژواک خبري اژانس ته وويل چې پاکستاني ځواکونو ښکاره دلايل نه دي ويلي، خو داسې ښکاري چې کوم ځانګړی پلان لري.
نوموړي چې د پکتيا د ډنډپټان ولسوالۍ له يوې سرحدي سيمې څخه يې له پژواک سره خبرې کولې، وويل چې د ستونزې د هواري په برخه کې يې پوره هلې ځلې پيل کړې دي.
هغه وويل: ((پاکستان تل ستونزې جوړې کړې دي. له خوست سره يې د سرحد له تړلو څخه هم ښکاري چې د کوم ځانګړي پلان د پلې کولو نيت لري.))
په همدې حال کې سوداګر او نور خلک وايي چې د پولې په تړلو سره د نورو ټولنيزو ستونزو تر څنګ له پاکستان څخه د سوداګريزو مالونو په رالېږدولو کې له سختو ستونزو سره مخ دي.
د خوست ښار د دوکاندارانو او سوداګرو د صنفي اتحاديې مشر انعام رحماني پژواک ته وويل چې له تېرو څو ورځو راهيسې د لومړنيو خوراکي توکو د کمښت له جدي ستونزې سره مخ دي.
هغه وويل: ((د اوړو يوه بوجۍ کې سل روپۍ توپير راغلی، همدارنګه د نورو لومړنيو خوراکي موادو نرخونه هم لوړ شوي. د بازار تقاضا زياته ده او توکي ورځ په ورځ کمېږي.))
رحماني زياته کړه، که سوداګريز مالونه د تورخم او يا د پکتيا له لارې له پاکستان څخه وارد کړي، زيات لګښت پرې راځي چې په دې سره يې نرخونه نور هم لوړېږي.
نوموړي وويل: ((که موږ مالونه راوړو، لومړی به يې کابل، بيا پکتيا او بالاخره خوست ته رارسېږي. که د ټل له سيمې سره يې پرتله کړو، څو چنده زياته کرايه پرې راځي.))
د خوست د والي وياند مبارز محمد ځدراڼ د يادې پولې تړل نه يواځې د سوداګرو لپاره ستره ستونزمنه مسئله وبلله، بلکې د کرښې دواړو غاړو ته د خلکو د تګ راتګ په مخ کې يې جدي ستونزه ياده کړه.
هغه پژواک ته وويل چې پاکستاني ځواکونو د پولې د تړلو په اړه تر اوسه له ځايي حکومت سره کوم دلايل نه دي شريک کړي، خو له حکومتي چارواکو سره دغه ستونزه شريکه کړې ده.
هغه زياته کړه: ((دا د دواړو هېوادونو په کچه مسئله ده او موږ په دې اړه مرکزي دولت ته معلومات ورکړي دی. هيله من يو چې له ديپلوماتيکو لارو چارو څخه سرحد بېرته پرانيستل شي.))
په عين وخت کې ځينې نورې خبري سرچينې بيا وايي چې پاکستاني ځواکونه د ډيورنډ کرښې په يو شمېر سيمو کې پر صفري نقطو د امنيتي پوستو د جوړولو چارې پيل کړې دي.
د خوست د ولايتي شورا غړي قيمت خان منګل پژواک ته وويل چې پاکستان د تڼيو او تريزيو ولسواليو د ځينو لوړو غرونو پر هغو نقطو پوستې جوړوي چې د دغه ولايت زياتره سيمې ترې په واضح ډول ښکاري.
نوموړي وويل: ((پاکستاني ځواکونه د عليشېرو ولسوالۍ د ببرک تاڼې سيمې د اينځرګي پر غره امنيتي پوسته جوړوي. دا غر ډېر لوړ دی. د عليشېرو، صبريو او باک ولسواليو ټولې سيمې ترې کنټرولای شي.))
په سوېل ختيځ کې د سرحدي پوليسو د دويمې لوا قوماندان سمونوال رازمحمد مندوزي پر صفري نقطو د پوستو جوړول رد کړل، خو پر لوړو څوکو یې د پاکستاني پوځيانو د ځای پر ځای کېدو پخلی وکړ او دا يې له سرحدي اصولو خلاف کار یې وباله.
همدارنګه د خوست يوې باوري حکومتي سرچينې د نوم نه خپرېدو په شرط پژواک ته ومنله چې د تڼیو په ولسواليو کې د ډيورنډ کرښې دې غاړې ته پاکستاني پوځيانو پر ځينو کورږنو پلټونکي عمليات هم کړي دي.
سرچينې زياته کړه چې افغان امنيتي ځواکونه په وخت سره سيمې ته رسېدلي او پاکستاني ځواکونه يې محاصره کړي، خو د نقشې په لېدو سره يې د بښنې غوښتنې تر څنګ منلې چې په تېروتنې سره د کرښې دې غاړې ته را اوښتي وو.
برچسب:
نویسنده: کاوه محمدزادگان