خرید بک لینک

جلال اباد (پژواک، ٩ غبرګولى ٩٥): د ننګرهار امنيتي چارواکي وايي چې په هسکې مېنې ولسوالۍ کې د بې پيلوټه الوتکې په بريد کې د داعش شپږ وسله وال وژل شوي دي.

د ننګرهار د امنيې قوماندانۍ وياند سمونوال حضرت حسين مشرقيوال د غبرګولي په ٩مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې بهرنيو ځواکونو تېره شپه د هسکې مېنې ولسوالۍ د ګنګرې کنډو په سيمه کې پر داعش وسله والو بريد کړى دى.

هغه وايي چې په بريد کې د نسيم په نوم د داعش وسله والې ډلې يو ډلمشر او پنځه نور غړي یې وژل شوي دي.

هغه زياته کړه: ((دغه بريد له کشفي معلوماتو وروسته پر دقيقه نقطه ترسره شوى دى.))

دغه راز د هسکې مېنې ولسوالۍ اوسېدونکي سنګر شينواري هم پژواک ته وويل چې تېره شپه د بهرنيو ځواکونو بې پيلوټه الوتکې په دې ولسوالۍ کې بريد کړى دى.

هغه وايي چې په بريد کې داعش وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې ده خو د کره شمېرې په اړه يې معلومات نه درلودل.

داعش وسله والې ډلې تر اوسه د ياد بريد په اړه رسنيو ته څه نه دي ويلي.

خو د ننګرهار امنيتي چارواکي بيا وايي چې په دې وروستيو کې په دې ولايت کې د بې پيلوټه الوتکو بريدونه ډير شوي دي او ښې پايلې هم لري.

برچسب: نویسنده: کاوه محمدزادگان تاريخ: يکشنبه 9 خرداد 1395 ساعت: 14:50

صفحه بندی