KABUL (Pajhwok): Afghan officials, lecturers, students and culturists on Tuesday held a gathering in Kabul to mou the death of Nancy Dupree, an American historian who spent decades preserving Afghanistan ’s heritage. Dupree passed away peacefully... ,چارواکي,مېرمن,نانسي,افغانستان,فرهنګ,ستره,ملاتړې ...ادامه مطلب
Pajhwok combines its expertise and experience in news reporting with a telecom firm and thus reach a wider audience in an effective way. To subscribe: English News Update : Send 83 to 824Dari News Update : Send 84 to 824Pashto News Update : Send 85 to 824 Let's block ads! بخوانید, ...ادامه مطلب
Pajhwok combines its expertise and experience in news reporting with a telecom firm and thus reach a wider audience in an effective way. To subscribe: English News Update : Send 83 to 824Dari News Update : Send 84 to 824Pashto News Update : Send 85 to 824 Let's block ads! بخوانید, ...ادامه مطلب
کابل (پژواک،٢٠ غبرګولى ٩٥): يو شمېر مدني بنسټونو، يونسکو سازمان کې د ايران او ترکيې هېوادونو فرهنګي ميراث په توګه د "مثنوي معنوي" ثبتولو په اړه اندېښنه وښوده او ګواښ يې وکړ، که د دې کار مخه و نه نيول شي، نو ولسي لاريونونه به وکړي. په دې وروستيو کې راپورونه خپاره شوي چې ايران او ترکيه هڅه کوي، څو د مولانا جلال الدين بلخي "مثنوي معنوي" اثر د يادو هېوادونو فرهنګي ميراث په توګه يونسکو کې ثبت کړي، چې دې کار د افغان حکومت او مدني بنسټونو غبرګونونه راپارولي دي. د ملي مشارکت ګوند مشر نجيب الله کابلي چې نن يې يوې خبري ناسته کې خبرې کولي، د ايران دا ډول کړنه ادبي غلا ګڼي او غندي يې. نوموړي وويل چې افغانستان کې جګړې او د ګاونډيو هېوادونو استخباراتي فعاليتونه د دې لامل شوي څو فرهنګي موضوعات شاته واچول شي. نوموړي زياته کړه: "موږ ټول افغانان اوسمهال په جګړو کې ښکېل يو، فرهنګي موضوع ګانې مو له پامه غورځولې دي؛ خو بايد هوښيار او ويښ واوسو چې ايرانيانو په دې وروستيو کې د مثنوي په اړه په يونسکو کې هڅه کړې ده چې د ترکيې او ځان په نوم يې ثبت کړي." کابلي زياته کړه چې ايران د سيد جمال الدين افغان او خواجه عبدالله انصاري په اړه د کتابونو په خپرولو سره زيار باسي، څو دا څېرې ځان ته منسوب کړي. نوموړي وويل: "موږ لنډفکره نه يو، مولانا جلال الدين بلخي، يواځې افغانستان پورې تړلى نه دى، بلکې په کومه سيمه او خاوره کې چې ژوند کوو، د ايران، ترکيې ، مرکزي اسيا او نړۍ اړوند دى؛ خو پلرنى ټاټوبى يې بلخ دى او دا د افغان ولس لپاره وياړ دى." کابلي، همداراز يادونه وکړه چې د يونسکو سازمان کې د افغانستان استازي نه شتون د دې لامل شوى، څو ايران او ترکيه د خپل نفوذ او پېژندنې له مخې چې يونسکو کې يې لري، غواړي دا تلپاتى اثر د خپلو هېوادونو په نوم ثبت کړي. هغه وويل چې يونسکو کې د ايران او ترکيې له لوري د ياد اثر ثبت په تړاو افغان دولت په ځانګړې توګه د بهرنيو چارو او د اطلاعاتو او فرهنګ وزارتونو بې غوري کړې ده او ملي شورا بايد دا موضوع خپلې اجنډا کې ځاى پرځاى کړي، څو د افغانستان ځاى خوندي شي. د ملي مشارکت حزب مشر ګواښ وکړ: "موږ به غلي پاتې نه شو او يواځې په خبري ناستې هم بسنه نه کوو او که د دې کار مخه ونه نيول شي، کابل کې به د نړيوالو بنسټونو په وړاندې په ولسي لاريونونو لاس پورې کړو." په نننۍ خبري ناسته کې د , ...ادامه مطلب
Pajhwok combines its expertise and experience in news reporting with a telecom firm and thus reach a wider audience in an effective way. To subscribe: English News Update : Send 83 to 824Dari News Update : Send 84 to 824Pashto News Update : Send 85 to 824 Let's block ads! بخوانید, ...ادامه مطلب
کابل (پژواک ٢١ غويى ٩٥): ولسمشر غني د تاجکستان له ولسمشر سره په ګډه خبري ناسته کې وويل، ترهګري نه دین، نه سرحد او نه ملت پېژني او پر ضد يې مبارزه سيمه ييزې همکارۍ ته اړتيا لري. د ولسمشرۍ له مطبوعاتي دفتر څخه پژواک خبري اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې ولسمشر محمد اشرف غني او د تاجکستان جمهور رئیس امام علي رحمان، نن له غرمې مخکې د تاجکستان د پلازمېنې دوشنبې په ملت ماڼۍ کې ګډ خبري کنفرانس ته ویناوې وکړې. سرچينه کاږي، د تاجکستان جمهور رئیس یاد هېواد ته د ولسمشر غني لومړنی رسمي سفر د دواړو هېوادونو د دوستانه اړیکو د پیاوړتیا او د مناسباتو د لا پراختیا په برخه کې مهم وباله او ويې ويل، چې دوى به د دواړو هېوادونو په کچه دغه وړ سفرونه او لیدنې زیاتې کړي. د ده په وينا، په راتلونکو دوو ورځو کې په تاجکستان کې د کاسا ۱۰۰۰ پروژې د کار عملي پیل د سیمې په کچه زموږ د مشترکو او هدفمندانه هڅو او همکاریو څرګنده نښه ده. هغه زیاته کړه، د دې پروژې تطبیق د سیمې لپاره حیاتي ارزښت لري، چې د سیمې د هېوادونو او ولسونو د ژوند په پرمختګ، هوساینه او ابادۍ کې به پام وړ اغېز ولري. د تاجکستان جمهور رئیس د ترهګري، د نشه یي توکو د قاچاق او د نورو لویو جنایتونو پر ضد په سیمه ییزه او نړیواله همکاریو او ګډې مبارزې تینګار وکړ او ويې ويل، په نړۍ کې وروستیو بېلابېلو پېښو وښودله چې ترهګري، د نشه یي توکو قاچاق او افراطیت ګډ خطر دی. امام علي رحمان په ټینګار وویل، تاجکستان له افغانستان سره په اقتصادي، سوداګریزو، پانګونې او تخنیکي برخو کې د پراخو نړیوالو همکاریو غوښتونکی دی. هغه څرګنده کړه، چې افغانستان او تاجکستان په اوسنيو حالاتو کې ډېرې مشترکې ګټې لري چې د دواړو هېوادونو او ټولې سیمې د امنیت او ثبات د تامین او پرمختګ لپاره ګټورې دي. د خبرپاڼې د معلوماتو له مخې، په دې کنفرانس کې ولسمشر محمد اشرف غني وویل، افغانستان او تاجکستان مشترک تاریخ، فرهنګ، ژبه او ګټې لري او د همدغو مشترکو ګټو له برکته زموږ عمیق او عظیم فرهنګي علایق او اړیکې چې د یو څه وخت لپاره قطع شوې وې، د تاجکستان له خپلواکۍ وروسته بیا احیا شوې دي. نوموړي د افغانستان د راتلونکي په اړه د امام علي رحمان لیدلوری بااعتباره وباله او زیاته یې کړه، تاسو باور لرئ چې د افغانستان دولت او ملت به وتوانېږي چې ثبات، سوکالي او سیمه ییزه همکاري رامنځته ک, ...ادامه مطلب
کابل (پژواک، ٢١ غويى ٩٥): د پښتو او دري ژبو د درېيو نامتو ژبپوهانو او شاعرانو استاد خليل الله خليلي، پوهندوى ډاکټر زرغونې زېور او پوهاند محمدصابر خويشکي د اکاډميکو خدمتونو د درناوي غونډې تر سره شوې. استاد زېور او پوهاند خويشکى له زياتو کلونو راهيسې د کابل پوهنتون د ژبو او ادبياتو پوهنځي د ليسانس، ماسټرۍ او دوکتورا دورو کې په تدريس بوخت وو، چې اوس د لوړو زده کړو د نوي قانون له مخې تقاعد شوي دي. د نوموړو د ستاينې غونډه پرون ماښام ( دغويي ٩مه) د ميديوتيک افغانستان، پل فکري کړۍ او افغان خپرندوى مرکز له لوري په کابل ښار کې جوړه شوه چې د کابل او د هېواد نورو پوهنتونونو ګڼ شمېر استادانو، محصلينو او فرهنګيانو په کې ګډون کړى و. د لوړو زده کړو وزارت، علومو اکاډمي او يوشمېر پوهنتونونو په راغلو پيغامونو کې د پښتو ژبوهنې په برخه کې د يادو استادانو د لسګونه کلونو زيار او ليکلو اثارو ستاينه وشوه او په پوهنتون کې يې د هغوى نه شتون يوه ستره تشه وبلله. د ميديوتيک افغانستان د کابل دفترغړي محمد عاطف فقيرزاده پژواک ته وويل چې د يادو دوو استادانو نمانځنه به دا کلتور نورهم پياوړى کړي چې د هېواد ستر شخصيتونه بايد د هغوى په ژوند ونمانځل شي. د پل فکري کړۍ غړي اجمل تورمان وويل، دا چې چارواکو د هغوى د کارونو د درناوي په برخه کې کوم اقدام ونه کړ، نو پل فکري کړۍ له ميديوتيک سره په ګډه وپتيله چې د هغوى د کارونو د ستاينې په بهانه پښتو ژبې او ادب ته دهغوى د کړو کارونو يادونه وکړي او د چارواکو پام ور واړوي. د پل فکري کړۍ غړو او د کابل پوهنتون استادانو هم په خپلو ويناوو کې وويل، چې د پښتو ژبې او ادب اوسني ګڼ شمېر استادان د استاد زېور او خويشکي زده کوونکي پاتې شوي او له دې وروسته به تدريسي چارو کې د هغوى پوهه او تجربې پلې کړي. په ټولنيزو او علمي چارو کې د ولسمشر سلاکار او د کابل پوهنتون استاد لعل پاچا ازمون وويل چې يادو دواړو استادانو د کابل پوهنتون د ژبو او ادبياتو د ماسټرۍ او دوکتورا پروګرامونو کې ستره ونډه درلوده او تمه ده چې په ارګ کې به يې هم د کارونو ستاينه وشي. هغه زياته کړه، دواړه استادان بايد له پوهنتون سره تدريسي اړيکې پرې نه کړي او د ماسټرۍ او دوکتورا دورې له محصلينو سره دې وخت ناوخته خپل اثار او لکچرونه شريک کړي. د غونډې په وروستۍ برخه کې دواړو استادانو خبرې وکړې او ژمنه يې وکړه چې له , ...ادامه مطلب
Pajhwok combines its expertise and experience in news reporting with a telecom firm and thus reach a wider audience in an effective way. To subscribe: English News Update : Send 83 to 824Dari News Update : Send 84 to 824Pashto News Update : Send 85 to 824 Let's block ads! بخوانید, ...ادامه مطلب