Pasto: HP lead articles

متن مرتبط با «عیسی» در سایت Pasto: HP lead articles نوشته شده است

محمد نبي عیسی خیل د بيګ باش سیالیو پيل په ویکټې وکړ

  • شریکول د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې الراونډر لوبغاړی محمد نبي عیسی خیل د اسټرالیا د بیګ باش سیالیو کې د ګډون په موخه اسټرالیا ته تللی دی، چې په لمړۍ لوبیدونکې لوبه کې یې پیل په توپ اچونې سره وکړ. محمد نبي عیسی خیل د اسټرالیا بیګ باش سیالیو ته د ملبورن رینیګیډز لوبډلې په ګټه د ویسټ انډیزي سونیل ناراین پر ځای غوره شوی دی. په اندریوډ ټیلفون کې له دې ځایه یاران اپ ښکته کولی شئ. او د انټرنیټ په کمه ډیټا د یاران لیکنې لوستلی شئ نوموړي د دغه لوبډلې او په خپلې لمړۍ لوبیدونکې سیالۍ کې د هوبرت هریکنز لوبډلې خلاف په ۴ اورونو ترسره کولو سره د یو لوبغاړي په سوځیدو ۲۵ منډې ورکړې، چې د بیګ باش سیالیو کې بهترینه توپ اچونه شمیرل کیږي. د اسټرالیا د کورني کرکټ تر ټولو سترې تجارتي او په نړیواله توګه مشهوره ۲۰ اوریزه کرکټ سیالۍ چې هر کال ترسره کیږي، پکې دا ځل د افغانستان څخه هم دوه لوبغاړو محمد نبي عیسی خیل او راشد خان ګډون کړی دی، چې محمد نبي د ملبورن او راشد خان به د اډلایډ سټرایکرز لوبډلې په ګټه ولوبیږي. د بیګ باش تجارتي کرکټ دې پړاو سیالۍ د روان ۲۰۱۷ م کال د همدې وروستۍ ډیسمبر میاشتې په ۱۹ مه نیټه پیل شوې او د ۲۰۱۸ م کال د فیبرورۍ میاشتې تر څلورمې نیټې به دوام وکړي. په دې سیالیو کې د آډلایډ سټرایکرز، بریسبان هیټ، هوبرټ هریکنز، ملبرن رینګیډز، ملبرن سټارز، پیرت سکارتچرز، سډني سیکسرز او س, ...ادامه مطلب

  • کمیلا ویکټورینز د نبي عیسی خیل په کپټانۍ کې دویمه بریا خپله کړه

  • 301 شریکول د بنګله دیش د کورني کرکټ ۵ پړاو غوره لیګ «بي پي ایل» سیالیو کې لوبیدونکې کمیلا ویکټورینز لوبډلې د افغان لوبغاړي محمد نبي عیسی خیل په کپتانۍ او ځوان راشد خان په شتون کې دویمه بریا ترلاسه کړه. محمد نبي عیسی خیل د تمریناتو پر مهال د ټپي,ویکټورینز ...ادامه مطلب

  • نبي عیسی خیل د بنګله دیشۍ لوبډلې کپټان ټاکل شوی

  • د بنګله دیش د کورني کرکټ ۵ پړاو غوره لیګ «بي پي ایل» سیالیو کې افغان لوبغاړی محمد نبي عیسی خیل د پاکستان، ویسټ انډیز، انګلستان او بنګله دیشي لوبغاړو په منځ کې د کمیلا ویکټورینز لوبډلې د لوبډلمشر په توګه غوره شوی دی. د B.P.L په نامه دغه شل اویریزه کرک, ...ادامه مطلب

  • جدیدترین مطالب منتشر شده

    گزیده مطالب

    تبلیغات

    برچسب ها