Pasto: HP lead articles

متن مرتبط با «بورډ» در سایت Pasto: HP lead articles نوشته شده است

افغانستان کرکټ بورډ د ټولو کورنیو سیالیو د ترسره کېدلو منظوري ترلاسه کړه

  • یاران سپورټس افغانستان کرکټ بورډ د شنبې پر ورځ د کورونا ویروس له خپرېدلو د مخنيوي له بېړنۍ ملي کمېټې، چې مشري یې د ولسمشر دویم مرستیال سرور دانش پر غاړه لري، د هېواد په کچه د لوبو ترسره کولو اجازه ترل, ...ادامه مطلب

  • د 10 اووریز لیګ هغه مهم ټکي چې باید افغان کرکټ بورډ د راتلونکي APL دپاره ترې ګټه واخلي!

  • لیکنه: نورخان آشنا لس اوریزه لیګ پرون د نومبر ۲۴مه نېټه پای ته ورسیدی، دغه لیګ د نورو کلونو په پرتله زیات د نوښتونو ډک و، که څه هم لس اوریزه لیګ یوه نوې بڼه ده، خو بیا هم په نړیواله کچه زیات مینوال لر, ...ادامه مطلب

  • لاريون کوونکو د کونړ کرکټ بورډ اداره کې د اصلاحاتو غوښتنه وکړه

  • Daily Newsletter '; var input_id = '#mc_embed_signup'; var f = $(input_id); if (ftypes[index]=='address'){ input_id = '#mce-'+fnames[index]+'-addr1'; f = $(input_id).parent().parent().get(0); } else if (ftypes[index]=='date'){ , ...ادامه مطلب

  • کرکټ بورډ پر دوه لوبغاړو او يوه روزونکي بندېز ولګاوه

  • By On Dec 24, 2017 - 16:47 جلال اباد (پژواک، ٣ مرغومى ٩٦): د افغانستان کرکټ بورډ پر دوو لوبغاړو او يوه روزونکي د لوبو او فعاليتونو بندېز  ولګاوه . د کرکټ بورډ د ډيسپلين کمېټۍ غړو ډاکټر نور علم فريد او ميرمبارز  د مرغومي په ٣مه، په جلال  اباد ښار کې په دې اړه د يوې خبري غونډې  په ترڅ  کې معلومات ورکړل. دوى زياته کړه چې ياد بنديز  د احمدشاه ابدالي څلور ورځنیو فرسټ کلاس سیالیو پر مهال د سرغړونو له امله لګول شوى دى. ډاکټر فريد وويل، د سپین غر زون لوبډلې پر لوبغاړي همایون عمر د يو کال بندیز لګول شوى دى. د هغه په وينا، عمر د غونډې پر مهال د خپل زون مشر ته له سپکو سپورو ویلو وروسته د هغه د وهلو ډبولو هڅه کړې وه. ميرمبارز وويل،  د بندامیر پر لوبغاړي نور الحق ملکزي ځکه شپږ میاشتې بندیز لګول شوی چې هغه په خپل موټر د سپین غر زون د مشر د وهلو هڅه کړې وه، خو هغه ترې روغ وتلى و. نوموړي زياته کړه، د بست لوبډلې پر  روزونکي درې مياشتې بندېز لګېدلی، ځکه چې  پر نوموړي په يوه سيالۍ کې د مقابلې لوبډلې د لوبغاړو د توهين او د لوبې د اخلال تورونه دي. د يادونې ده چې کرکټ بورډ تېر کال هم پر ځينو لوبغاړو بندېزونه لګولي وو.   , ...ادامه مطلب

  • کرکټ بورډ چارواکي دوبۍ کې او شاپور ځدران په کور کې ناست دی

  • د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې لوبغاړی شاپور ځدران د متحده عربي اماراتو پر وړاندې د ۳ کیدونکو ۵۰ اوریزه کرکټ سیالیو کې د ګډون څخه بې برخې پاتې دی. د افغانستان کرکټ بورډ وايي، شاپور ځدران د متحده عربي اماراتو د ویزې د ستونزې له کبله لا هم د ملي لوبډلې سره نه دی یو ځای شوی په داسې حال کې چې د کرکټ بورډ چارواکي د نندارې لپاره اماراتو ته تللي دي. په اندریوډ ټیلفون کې له دې ځایه یاران اپ ښکته کولی شئ. او د انټرنیټ په کمه ډیټا د یاران لیکنې لوستلی شئ خبره دا ده، چې، شاپور ځدران د متحده عربي اماراتو د ویزې د ستونزې سره د لمړي ځل لپاره نه دی مخ شوی؛ بلکې د کلونو راهیسې نوموړی د دغه مشکل سره مخ دی، خو کرکټ بورډ د دغه ستونزې په حلولو کې پاتې راغلی دی. نږدې یوه میاشت وړاندې په متحده عربي اماراتو کې ,چارواکي ...ادامه مطلب

  • کرکټ بورډ: شهزاد محمدي د کرکټ نړیوالې شورا اصول مات کړي دي

  • 846 شریکول د افغانستان د کرکټ بورډ اجرایوي رییس شفیق الله ستانکزی وايي، د افغان کرکټ ملي لوبډلې د توپ وهنې پیلونکي بریدګر لوبغاړی شهزاد محمدي، چې د کرکټ نړیوالې شورا لخوا د نامعلوم بندیز سره مخ دی؛ د افغانستان کرکټ بورډ او د کرکټ نړیوالې شورا ا,نړیوالې ...ادامه مطلب

  • افغانستان د کرکټ په یوه تمریناتي لوبه کې بنګله دیش ته ماتې ورکړه

  • KABUL (Pajhwok): Hashmatullah Shahidi and Mohammad Nabi starred in Afghanistan ’s first warm-up against the Bangladesh Cricket Board (BCB) X1 in Fatullah on Friday. Shahidi smashed 69 runs while Nabi bagged captured four wickets to help their side... Let's block ads! بخوانید,د افغانستان کرکټ بورډ,د افغانستان د کرکټ ملی لوبډله ...ادامه مطلب

  • مشرانو جرګې د کرکټ بورډ مسوولین او ملي لوبغاړي تقدیر کړل

  • کابل (پژواک، د غویي لومړۍ ۹۵): د افغانستان مشرانو جرګې د یوې رسمي غونډې په ترڅ کې د افغانستان کرکټ بورډ ادارې مسوولین او ملي لوبغاړي په نړیواله کچه د بې مخینې لاسته راوړنو له امله تقدیر کړل. په دغه غونډه کې د افغانستان کرکټ بورډ عمومي ريیس نسیم الله دانش، اجراییوي رییس شفیق الله ستانکزي، د اجراییوي ریاست مرستیال دوست محمد نظري او د کرکټ ملي لوبډلې لوبغاړو ونډه درلودله. دمشرانو جرګې دوهم مرستیال انجنیر حسیب الله کلیمزي، د دارالانشاء لوی رییس انجنیر سید حفیظ الله هاشمي، د مشرانو جرګې عامه هوساینې رییس سناتور نثار احمد حارث او د مجلس یو شمیر نورو سناتورانو د کرکټ بورډ مسوولینو او ملي لوبډلې کوربه توب وکړ. د مشرانو جرګې د دارالانشاء عمومي رییس انجنیر سید حفیظ الله هاشمي په پیل کې د کرکټ بورډ مسوولینو او ملي لوبغاړو هرکلی وکړ، د کرکټ ملي لوبغاړو لاسته راوړنې یې په ملي او نړیواله کچه بې سارې وبللې او په نړیوال شل اوریز جام سیالیو کې یې د ملي لوبډلې بریاوې د ټول ولس ویاړ وبللې. هاشمي د ملي لوبډلې ترشاه د کرکټ بورډ مسوولینو غوره مدیریت حیاتي او اغېزمن وباله او د کرکټ د بریالۍ ادارې له مشرانو او لوبغاړو مننه وکړه. د افغانستان کرکټ بورډ عمومي رییس نسیم الله دانش د مشرانو جرګې له مشرتابه او ټولو غړو مننه وکړه او ویې ویل چې، د کرکټ اداره او لوبغاړي تل د مشرانو جرګې مشرتابه او غړو لخوا تقدیر شوي دي او د کرکټ د ادارې هر غړی یې منندویي کوي. هغه زیاته کړه، : ((موږ پرمخ روان یو، د ولس او مشرانو ملاتړ زموږ حوصلې لوړوي.)) اجراییوي رییس شفیق الله ستانکزي هم د مشرانو جرګې له هڅونې مننه وکړه او ویې ویل، چې کرکټ په افغانستان کې د خپل ۱۳ کلن تاریخ په اوږدو نن له نویو لارو تیریږي. د نوموړي په وینا : ((خپل پلانونه په اغېزمن ډول پلي کوو، بریاوې راوړو او د ولس لخوا هڅول کیږو.))  ستانکزي وویل چې، سنا مجلس تل د کرکټ ملا تړلې او د وی یې د زړه له کومې مننه کوو. د غونډې په پای کې د مشرانو جرګې د غړو له لوري د کرکټ بورډ پر مسئولینو او ملي لوبغاړو ستاینلیکونه او مډالونه وویشل شول. Let's block ads! بخوانید, ...ادامه مطلب

  • راتلونکې اوونۍ په کابل کې د "انسجام او څارنې ګډ بورډ" غونډه جوړېږي

  • کابل (پژواک، ١٢ ورى ٩٥): په راتلونکى اوونۍ به د افغان حکومت او تمويلوونکو هېوادونو د ژمنو د پلي کېدو پر څنګوالي او د وارسا او بروکسل له کنفرانسونو د افغان حکومت پر توقعاتو د بحث لپاره "د انسجام او څارنې ګډ بورډ" ناسته په کابل کې جوړه شي. ماليې وزارت وايي، ټاکل شوې چې د بورډ ځانګړې ناسته د دوشنبې په ورځ (د وري ١٦مه) په کابل کې د ولسمشر اشرف غني، تمويلوونکو هېوادونو او د افغانستان د پراختيايي شريکانو په ګډون جوړه شي. د سرچينې په خبره، په دې ناسته کې به د افغانستان په اړه د وارسا او بروکسل سرمشريزو لپاره د چمتووالي او له دې دوو ناستو د افغانستان حکومت پر توقعاتو بحث وشي. ټاکل شوې چې د افغانستان په اړه د وارسا او بروکسل سرمشريزې، د روان کال په وروستيو کې ترسره شي. د سرچينې په خبره، په دې ناسته کې به د متقابلې حساب ورکونې په چوکاټ کې د افغان دولت او تمويلوونکو هېوادنو د ژمنو د عملي کولو پر څرنګوالي هم بحث وشي. د څارنې او انسجام ګډ بورډ د افغان دولت او تمويلوونکو هېوادونو تر منځ د همغږۍ تر ټولو لوړ ميکانيزم دى چې غړي يې د افغانستان د وزيرانو کابينې د غړو، په کابل کې د تمويلوونکو هېوادونو د سفيرانو، د مدني ټولنې غړو، خصوصي سکتور، نورو نړيوالو موسساتو او سازمانونو څخه عبارت دي. دا بورډ د لومړي ځل لپاره په ٢٠٠٦ زېږديز کال کې د ملګرو ملتونو د امنيت شورا د مصوبې پر بنسټ رامنځته شو او تر اوسه پورې يې د ګډو کړنلارو د طرحې او تدوين، متقابلې حساب ورکونې او غوره همغږۍ په برخه کې د بحث په موخه ګڼې ناستې جوړې کړې دي. له اداري فساد سره مبارزه، د نړيوالې ټولنې پر وړاندې د افغان حکومت له ژمنو څخه ده، خو خلک او مدني بنسټونه وايي چې حکومت نه دى توانېدلى چې په په دې برخه کې خپلې ژمنې عملي کړي او په تېر کال کې له فساد سره د حکومت مبارزه ناکامه وه. خو ولسمشر تېره ورځ اعلان وکړ چې  دغه کال به له فساد سره د مبارزې کال وي او حکومت له دې ښکارندې سره د مبارزې پرېکنده اراده لري. Let's block ads! بخوانید, ...ادامه مطلب

  • جدیدترین مطالب منتشر شده

    گزیده مطالب

    تبلیغات

    برچسب ها