زابل کې لاريون کوونکو د پنځو ساعتونو لپاره لويه لار تړلې وه
کلات(پژواک، ٢٨ کب ٩٤): زابل کې سلګونو تنو د پنځو ساعتونو لپاره لويه لاره وتړله او ويل يې دا کار يې ځکه کړى چې پوليسو هلته يو ملکي وګړى وژلى دى. لاريون کوونکو چې شمېر يې شاوخوا ٥٠٠ تنو ته رسېده، د زابل د مرکز ختیځ لور ته د "سپيني غبرګې" په سیمه کې د کابل- کندهار لويه لاره د ټرافيکو پر مخ تړلې وه. يو ...
ميوند قول اردو: هلمند کې چورلکې بېړنۍ ناسته وکړه
لشکرګاه (پژواک،٢٨ کب ٩٤): د ٢١٥ ميوند قول اردو قوماندان وايي، يوې چورلکې د هلمند په نادعلي ولسوالۍ کې بيړنۍ ناسته کړې، خو طالبان وايي چې دغه چورلکه يې ويشتلې او راغورځولې ده. د ياد قول اردو قوماندان تورن جنرال معين فقير، پژواک خبري اژانس ته وويل چې د دولتي ځواکونو يوې چورلکې تېره شپه په نادعلي کې د ...
د حکمتیار په مشرۍ د حزب پلاوي سولې شورا سره خبرې پیل کړې
کابل (پژواک، ۲٧ کب ۹۴): د انجنیر حکمتیار په مشرۍ د دولت د وسله والې مخالفې ډلې پلاوي په کابل کې د سولې عالي شورا سره د سولې خبرې پیل کړې دي. د سولې د عالي شورا د دارالانشاء د عامه اړیکو مسوول عبدالرحمن حامد د کب په ۲۸ مه، پژواک خبري اژانس ته وویل چې د انجنیر کریم امین په مشرۍ د حزب اسلامي درې کسیز پ...
د تېلو، بورې، اوړو، غوړيو او سرو زرو بيې لوړې شوې دي
By زرغونه صالحى on 17 March 2016 کابل (پژواک ٢٧ کب ٩٤): کابل ښار کې نن د تېرې پنجشنبې په پرتله د تېلو، بورې، اوړو، غوړيو او سرو زرو بيې لوړې شوې دي. د کابل ښار د خوراکي توکو سوداګرو د ټولنې مشر فضل الرحمن پژواک خبري اژانس ته وويل چې نن د تېرې پنجشنبې په پرتله د ٤٩ کيلوګرامه لومړۍ درجه پاکستاني اوړو ...