
کابل (پژواک، ۲٧ کب ۹۴): د انجنیر حکمتیار په مشرۍ د دولت د وسله والې مخالفې ډلې پلاوي په کابل کې د سولې عالي شورا سره د سولې خبرې پیل کړې دي.
د سولې د عالي شورا د دارالانشاء د عامه اړیکو مسوول عبدالرحمن حامد د کب په ۲۸ مه، پژواک خبري اژانس ته وویل چې د انجنیر کریم امین په مشرۍ د حزب اسلامي درې کسیز پلاوی، چې په کې همایون جریر او عبدالقدوس هم شامل دي، کابل ته راغلی دی.
هغه زیاته کړه، دغه پلاوي نن د سولې د عالي شورا د مشر پیر سید احمد ګیلاني په مشرۍ د سولې د عالي شورا له مشرتابه سره رسمي خبرې اترې وکړې.
تر یادو خبرو او لیدنو وروسته د حزب اسلامي د پلاوي مشر انجنیر کریم امین او د سولې د عالي شورا د دارالانشاء مشر ایوب رفیقي په یوه ګډه خبري غونډه کې رسنیو ته معلومات ورکړل.
رفیقي وویل، له حزب اسلامي سره خبرې د سولې د بین الافغاني تفاهم پیل دی.
د ده په وينا، د حزب اسلامي پلاوي له پیر سید احمد ګیلاني، مرستیال کریم خلیلي او د سولې شورا له نورو مشرانو د سولې په اړه خبرې کړې دي.
نوموړي دا یوه ښه پیلامه وبلله او ویې ویل، دې سره د هیله مندۍ دروازه خلاصه شوه، ځکه چې له تېرو درېیو کلونو راهیسې د سولې شورا سکوت خپل کړی و، خو اوس یو ځل بیا د سولې هڅې پیل شوې دي.
د حزب اسلامي د پلاوي مشر انجنیر کریم امین وویل، دوی د افغانستان د حکومت او د سولې د عالي شورا په غوښتنه د سولې پروسې سره د یو ځای کېدو پرېکړه وکړه.
هغه زیاته کړه، دوی له درېیو موخو او غوښتنو سره کابل ته راغلي دي.
د امین په وینا، د افغانستان د ملي حاکمیت اعاده، د قانونمند اسلامي نظام رامنځته کول او د سیاسي، اجتماعي او اقتصادي عدالت رامنځته کول دي.
د حزب اسلامي د پلاوي مشر یو ځل بیا د افغان شخړې د هواري لپاره پر بین الافغاني تفاهم ټینګار وکړ.
د سولې شورا د دارالانشاء مشر او د حزب اسلامي د پلاوي مشر لنډې خبرې وکړې او د خبریالانو پوښتنو ته يې ځوابونه ورنه کړل.
د یادونې وړ ده، چې څو ورځې مخکې حزب اسلامي د یوې خبرپاڼې په خپرولو د سولې په خبرو کې د شاملېدلو اعلان کړی و. حزب اسلامي ویلي، چې د سیاسي چارو مسوول ډاکتر غیرت بهیر او د اجرایه شورا غړی قاضي حکیم به د سولې په څلور اړخیزه پروسه کې د حزب په استازیتوب ګډون کوي.
د امریکا، چین، پاکستان او افغانستان په ګډون د سولې څلور اړخیزه پروسه درې میاشتې مخکې پیل شوې، تر اوسه یې څلور غونډې کړې او پرېکړه شوې وه، چې د مارچ په لومړۍ اونۍ کې به له طالبانو سره د سولې مخامخ خبرې په اسلام اباد کې ترسره شي، خو دا پروسه تراوسه ځنډېدلې ده.
برچسب:
نویسنده: کاوه محمدزادگان