د پکتیکا په مرکز ښرنه کې د نجونو یوه لېسه هم نشته
ښرنه (پژواک، ٢١ غبرګولى ٩٦): د پکتيکا ولايت په مرکز ښرنه کې نجونو ته لا هم له نهم ټولګي څخه د پورته زده کړو زمينه نه ده برابره شوې چې له امله يې زرګونه نجونې له لوړو زده کړو بې برخې شوې دي. د دغه ولايت د مرکز اوسېدونکې مروه د غبرګولي په ٢١مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې د کلونو په تېرېدو سره تر اوسه
د کرکټ ملي لوبډلې د بوختیاوو له امله له ایریلینډ سره اوسمهال لوبې ممکنې نه دي
کابل (پژواک، ۱۹ غبرګولی ۹۶) : د افغانستان کرکټ بورډ وایي، چې د ایرلینډ لخوا د یو ورځنیو لوبو وړاندیز شوی و، خو د افغانستان د ملي لوبډلې د بوختیاوو له امله اوس مهال دا لوبې نه شي کیدلی. د افغانستان کرکټ بورډ دا څرګندونې په داسې حال کې کړي، چې دایرلینډ کرکټ ادارې څو ورځې مخکې ویلي وو، چې دوی په جولا
د شانګهای سازمان سکرتر جنرال د سولې په برخه کې د افغان حکومت هڅې وستایلې
کابل (پژواک، ١٩ غبرګولى ٩٦): د شانګهاى سازمان سکرتر جنرال وايي چې په افغانستان کې د سولې او ثبات د تامين غوښتونکى دى او زياتوي چې په دې برخه کې د افغان حکومت هڅې د ستايلو دي. ولسمشر محمد اشرف غنى نن له غرمې مخکې د قزاقستان په مرکز کې د شانګهای د همکاریو سازمان له سکرتر جنرال رشید عالموف سره وليدل. پ
غزني کې د يوه ښوونځي ٣٠ زده کونکې مسمومې شوې
غزني ښار(پژواک،١٧غبرګولى٩٦): د غزني د جاغوري ولسوالۍ په يوه لېسه کې ٣٠ نجونې مسمومې شوې دي. د غزني د پوهنې رييس محمد عابد عابد د غبرګولي په ١٧مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې د جاغوري ولسوالۍ د شاه يار سلطان المتو لېسې ٣٠ نجونې مسمومې شوې دي. هغه وايي چې د دې پېښې لامل تر اوسه نه دى معلوم، خو کېداى ش