
ښرنه (پژواک، ٢١ غبرګولى ٩٦): د پکتيکا ولايت په مرکز ښرنه کې نجونو ته لا هم له نهم ټولګي څخه د پورته زده کړو زمينه نه ده برابره شوې چې له امله يې زرګونه نجونې له لوړو زده کړو بې برخې شوې دي.
د دغه ولايت د مرکز اوسېدونکې مروه د غبرګولي په ٢١مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې د کلونو په تېرېدو سره تر اوسه په ښرنه کې د نجونو لپاره لېسه نه ده جوړه شوې.
د هغې په وينا، که په تېرو ١٦ کلونو کې په ښرنه کې د نجونو لپاره لېسه جوړه شوې واى نو اوس به زرګونه نجونې ترې فارغې شوې وې.
مروه وايي: ((ما تر نهم صنف پورې مکتب ويلى دى، پلار مې هم دې ته راضي شوى چې زه نور درس هم و وايم خو دلته ښرنه کې لېسه نشته، حيرانه يم چې څه وکړم.))
دغه راز د مرکز ښرنې بلې اوسېدونکې شازيې پژواک ته وويل چې په تېرو څو کلونو کې ميليونونه ډالر د پوهنې بهير د پر مختګ لپاره لګول شوي دي.
هغې زياته کړه: ((خو په دې دومره ډالرو کې موږ په ښرنه کې د يوې لېسې خاوندان نه شوو.))
دې د پکتيکا د پوهنې پر رياست تور پورې کړ چې په تېرو کلونو کې يې په دې برخه کې خپل مسووليت په ښه توګه نه دی ترسره کړی.
دوی او د دغه ولايت يو شمېر نورو اوسېدونکو ټينګار کاوه چې حکومت بايد هر څه ژر په مرکز ښرنه کې د نجونو لپاره لېسه جوړه کړي.
د اړوندې موضوع په اړه د پکتيکا د پوهنې رياست د بشري سرچينو امر نور افغان خروټي پژواک ته وويل چې په دغه ولايت د څلورو لېسو په ګډون د نجونو ٢٩ ښوونځي شتون لري.
هغه وايي چې د نجونو دغه لېسې په سروبي، خيرکوټ، اورګون او يوسف خېلو ولسواليو کې دي.
د هغه د معلوماتو له مخې، په دې لېسو کې شاوخوا ٣٣ زره نجونې پر زده کړو بوختې دي.
هغه په دې اړه چې په مرکز ښرنه کې ولې لېسه نشته، وايي: ((دلته ژوند کليوالي دی او خلکو نه دي غوښتي چې لېسه دې ورته جوړه شي.))
خو د دغه ولايت د پوهنې رياست سرپرست محمد نسيم واجد وايي چې د پخوانيو چارواکو د بې غورۍ له امله په مرکز ښرنه کې لېسه نه ده جوړه شوې.
ده وويل چې دغه موضوع يې د پوهنې رياست د راتلونکي کال په پلان کې شامله کړې او په اړه يې وزارت ته وړانديز هم کړى دى.
هغه زياته کړه: ((بل کال ته به موږ په ښرنه کې د نجونو لپاره يوه مجهزه او پر عصري وسايلو سمباله لېسه ولرو.))
خو د پکتيکا يوه اوسېدونکي مجاهد پژواک ته وويل چې په دغه ولايت کې دوه زره نجونې هم ښوونځيو ته نه ځي.
هغه زياته کړه: ((د ٣٣ زره نجونو خبره ډېره لويه ده، د معارف چارواکي غواړي په دې نوم پروژې ترلاسه کړي، دا خبره يواځې يو خيال دى.))
د مجاهد په وينا، د لېسې نه شتون د ښرنې د نجونو په حق کې لويه جفا ده حکومت بايد ورته جدي پاملرنه وکړي.
د پکتيکا د پوهنې رياست د معلوماتو له مخې، په دغه ولايت کې ٣٨٧ ښوونځي شتون لري چې له دغه شمېر څخه نږدې نيمايي یې ودانۍ نه لري.
برچسب:
نویسنده: کاوه محمدزادگان