مزارشریف کې ځیني فلم جوړوونکي له اقتصادي ستونزو سره مخ دي
مزارشريف (پژواک، ٢١ وږی ۹۶): د بلخ ولايت په مرکز مزارشريف ښار کې يو شمېر هنرمندان وايي چې د فلم جوړونې په برخه کې له ګڼو اقتصادي ستونزو سره مخ دي، حکومت بايد دوى ته ځانګړې پاملرنه وکړي. په دغه ولايت کې له خپلمنځي جګړو وړاندې دوو سينماګانو فعاليت درلود چې اوس نشته دي. د دغه ولايت هنرمندان وايي چې د م...
مودي: ډيلى له افغانستان سره پر خپلو ژمنو ولاړ دى
By جاويد هميم کاکړ on 12 September 2017 کابل (پژواک، ٢١ وږى ٩٦): د هند لومړي وزير د افغانستان د بهرنيو چارو له وزير سره په ليدنه کې ويلي چې ډيلى د افغانستان په تړاو پر خپلو کړو ژمنو لاړ دى. د صلاح الدين رباني او نريندرا مودي تر منځ دا ليدنه پرون په نوي ډيلي کې ترسره شوه. د افغانستان د بهرنيو چارو وز...
په ننګرهار کې يو بل دیني عالم ووژل شو
جلال اباد (پژواک، ۲۱ وږی ۹۶): د ننګرهار ولايت په بهسودو او چپرهار ولسوالیو کې روانه مياشت درې ديني عالمان وژل شوي چې دوه پېښې د داعش او طالب او يو بله د نا معلومو وسله والو له لوري رامنځته شوې دي. تر ټولو وروستۍ پېښه يې د تېرې شپې ده چې په چپرهار ولسوالۍ کې داعش وسله والو يو ۷۰ کلن ديني عالم په جوما...
ولسمشر غني قزاقستان ته ولاړ
کابل (پژواک، ١٨ وږى ٩٦): ولسمشر محمد اشرف غني د ساینس او ټکنالوجۍ په اړه د اسلامي همکاریو سازمان په دوه ورځنۍ ناسته کې د ګډون په موخه نن قزاقستان ته ولاړ. د ولسمشرۍ ماڼۍ په خبرپاڼه کې راغلي، ولسمشر غني به په دغه سفر کې په یاده ناسته کې پر ګډون او وینا سربېره، د اسلامي همکاریو سازمان د غړو هېوادونو ل...
د فراه د پشتکوه ولسوالۍ امنيه قوماندان ووژل شو
By بنیامین بارز on 31 August 2017 کابل (پژواک، ٩ وږى ٩٦): د فراه ولايت د پشتکوه ولسوالۍ امنيه قوماندان راحت الله ظاهري او لږ تر لږه د هغه دوه ساتونکي، پر سړک د ځاى پر ځاى شوي ماين په چاودنه کې ووژل شول. د فراه د والي وياند ناصر مهري نن پژواک خبري اژانس ته وويل چې ظاهري او د هغه دوه ساتونکي تېره ورځ ...