
کابل (پژواک، ١٨ وږى ٩٦): ولسمشر محمد اشرف غني د ساینس او ټکنالوجۍ په اړه د اسلامي همکاریو سازمان په دوه ورځنۍ ناسته کې د ګډون په موخه نن قزاقستان ته ولاړ.
د ولسمشرۍ ماڼۍ په خبرپاڼه کې راغلي، ولسمشر غني به په دغه سفر کې په یاده ناسته کې پر ګډون او وینا سربېره، د اسلامي همکاریو سازمان د غړو هېوادونو له ځینو مشرانو او مقاماتو سره کتنې ولري.
سرچينه ليکي چې افغان ولسمشر سره په دغه سفر کې د مخابراتو او معلوماټي ټکنالوجۍ وزارت سرپرست شهزاد اریوبي، د معلوماتي ټکنالوجۍ په چارو کې د ولسمشر ستر سلاکار رفیع الدین ملکزی، د نفوسو د احوالو د ثبت ادارې عمومي رئیس همایون محتاط او د جمهوري ریاست عالي مقام دفتر عمومي ریاست د ستراتیژیکو اړیکو او رسنیو مرستیال محمد هارون چخانسوري ملتیا کوي.