خرید بک لینک

کابل (پژواک، ٢٥ غويى ٩٥): د افغانستان سپورتي ژورنالېستانو فدراسيون په نوښت او د افغانستان کرکټ بورډ په همکارۍ د رسنيو تر منځ د کرکټ سيالۍ پيل شوې.

د دغو سياليو د پرانيستې په مراسمو کې د يو شمېر ژورنالېستانو تر څنګ د افغانستان کرکټ بورډ مرستيال حاجي عزيزالله فضلي او اجرائيوي رييس شفيق الله ستانکزي ګډون کړی و.

حاجي عزيزالله فضلي له ژورنالېستانو مننه وکړه چی تل يې د کرکټ په خبري پوښښ کې پوره ونډه اخيستې ده.

د افغانستان کرکټ بورډ اجرائيوي رييس شفيق الله ستانکزي ژورنالېستان د هېواد د کرکټ تکړه همکاران وبلل او زياته يی کړه چې رسنيو د کرکټ په پرمختګ کې مهم رول لوبولى دى.

د دغو سياليو مسوول واصل وصال د غويي په ٢٥مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې په دې سياليو کې د بېلابېلو رسنيو او ټولنو اتو لوبډلو برخه اخيستې ده.

هغه زياته کړه چې دا سيالۍ د کابل د احمدشاه بابا مېنې د سليم کاروان په لوبغالي کې پيل شوې او هره لوبه په ١٥ اورونو مشتمله وي.

وصال وايي چې په دې سياليو کې د ازادۍ راډيو، کليد ګروپ، شمشاد نېټ ورک، افغان ژورنالېستان، کابل ميډيا لوبـډله او د سپين غر ژورنالېستانو لوبډلو برخه اخيستې ده.

د هغه په وينا، پرون لومړۍ لوبه د ازادۍ راډيو او افغان ژورنالېستانو ترمنځ لوبه وشوه چې د ازادۍ راډيو لوبډلې په بريا پاى ته ورسېده.

وصال وويل چې دويمه لوبه د سپين غر خبريالانو او د کابل خبريالانو ترمنځ لوبه ترسره شوه چې د سپين غر په بريا پاى ته ورسېده.

نن به تر غرمې وروسته لومړى د شمشاد نيټ ورک او ازادۍ راډيو او دويمه لوبه د کليد ګروپ او کابل ميډيا ترمنځ ترسره شي.

برچسب: نویسنده: کاوه محمدزادگان تاريخ: شنبه 25 ارديبهشت 1395 ساعت: 18:43

صفحه بندی