خرید بک لینک

کابل (پژواک، ٢٥ غويى ٩٥): د حکومت اجرائيوي رييس ډاکټر عبدالله به چين ته د خپل رسمي سفر پر مهال د دغه هېواد له چارواکو سره پر دوو يادښتونو او يو هوکړه ليک لاسليک وکړي.

د اجرائيوي رييس مرستيال وياند جاوېد فيصل د غويي په ٢٥مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې ډاکټر عبدالله د يکشنبې په ورځ (د غويي ٢٦مه) له يوه لوړپوړي پلاوي سره د چين پلازمېنې بيجنګ ته روانېږي.

د نومړي په خبره ، چې دغه سفر د چين د لومړي وزير په رسمي بلنه تر سره کيږي .

هغه زياته کړه چې په دغه پلاوي کې به د بهرنيوچارو، كرنې، سوداګرۍ، ښارجوړونې، لوړو زده كرو، مخابراتو، کانونو وزيران او يو شمېر ملي سوداګر شامل وي.

نوموړي وويل چې ډاکتر عبدالله به په بيجنګ کې د چين له ولسمشر، لومړي وزير او يو شمېر نورو چارواکو سره وګوري.

د فيصل په وينا، د دغه سفر په ترڅ کې به د حکومت اجرائيوي رييس د سواګرۍ د پراختيا او يو شمېر نورو موضوعاتو په اړه دوه يادښتونه او يو هوکړه ليک لاسليک کړي.

دى وايي چې ډاکټر عبدالله د چين يو پوهنتون ته هم وينا کوي او بيا به د دغه هېواد لرې سوداګريز ښار ارومچي ته هم سفر وکړي.

د اجرائيوي رياست مرستيال وياند وايي چې د دغه سفر په پاى کې به ګډه اعلاميه هم خپره شي او د سې شنبې په ورځ به ډاکټر عبدالله عبدالله بېرته هېواد ته راستون شي.

برچسب: نویسنده: کاوه محمدزادگان تاريخ: شنبه 25 ارديبهشت 1395 ساعت: 17:23

صفحه بندی