
کابل (پژواک، ٢٣ غويى ٩٥): په کابل ښار کې د تېرې پنجشنبې په پرتله د بورې او غوړو بيې لوړې شوې، خو د پټرولو او سرو زرو بيې غورځېدلې دي.
د کابل ښار خوراکي توکو د سوداګرو ټولنې مشر فضل الرحمن پژواک خبري اژانس ته وويل چې نن د تېرې پنجشنبې په پرتله، د ١٦ لېتره ښايسته غوړيو عمده پلور بيه له ١٠٤٠ افغانيو نه ١٠٥٠ افغانيو ته لوړه شوې او د ٤٩ کيلوګرامه پاکستاني بورې بيه له ٢١٤٠ افغانيو ٢١٥٠ افغانيو ته لوړه شوې ده.
د هغه په خبره، د وارداتو کمښت د توکو په بيو کې د لوړېدو سبب شوي.
خو نوموړى زياتوي چې نن هم د تېرو اوو ورځو په څېر د لومړۍ درجه ٤٩ کيلوګرامه قزاقستاني اوړو عمده پلور بيه ١٢٣٠ افغانۍ، د ٢٥ کيلوګرامه اول سېله پاکستاني وريجو بيه ١٦٠٠ افغانۍ ده.
په ورته وخت کې د کابل ښار د منډوي يوه چاى پلورونکي رحمت وويل چې نن هم د تېرو اوو ورځو په څېر د يو کيلو تور افريقايي چاى عمده پلور بيه ٢٦٠ افغانۍ او د يو کيلو شين مدينه چاى بيه ٢٤٠ افغانۍ ده.
د يو شمېر لومړنيو خوراکي توکو پرچون پلور بيې له عمده پلور بيو سره په ځينو مواردو کې ډېر او په ځينو مواردو کې کم توپير لري.
د کابل ښار د دهن باغ سيمې د خوراکي توکو يو پلورونکى محمد هارون وايي چې نن د ٥٠ کيلوګرامه پاکستانۍ بورې پرچون پلور بيه ٢٢٠٠ افغانۍ، د پنځوس کيلوګرامه لومړۍ درجه قزاقستاني اوړو پرچون پلور بيه ١٣٠٠ افغانۍ، د ٢٤ کيلوګرامه لومړۍ درجه پاکستانۍ سېله وريجو بيه ١٧٠٠ افغانۍ، د ١٦ لېتره ښايسته اوبلنو غوړيو بيه ١٢٠٠ افغانۍ، يو کيلو تور افريقايي چاى بيه ٢٧٠ افغانۍ او د يو کيلو شين مدينه چاى بيه٢٥٠ افغانۍ ده.
د سون توکو بيو کې هم څه بدلون نه دى راغلى
د پټرولو بيه غورځېدلې ده.
د کابل ښار د وزير اباد د تېلو ټانک يوه کارکوونکي عبدالهادي وويل چې نن د تېرې پنجشنبې په پرتله د يو لېتر ډېزلو بيه د تېرې اوونۍ په څېر ٣٢ افغانۍ ده، خو د يو لېتر پټرولو بي له ٤١ افغانيو ٣٩ افغانيو ته ټيټه شوې.
د هغه په خبره، د پټرولو د وارداتو لوړېدل د پټرولو د بيو غوځېدو سبب شوي.
د کابل ښار د کلوله پشتې يوه ګاز پلورنکي محمد شريف وويل چې نن هم د تېرې پنجشنبې په څېر د يو کيلو ګاز بيه ٤٥ افغانۍ ده.
د غربي سرو زرو بيې هم غورځېدلي دي.
د کابل ښار په تيمورشاهي واټ کې د حاجي حامد صالحزاده زرګرۍ مالک محمد فواد وويل چې نن د تېرې پنجشنبې په څېر د يوه ګرام عربي ٧٩٠ عيار سرو زرو بيه له ٢٣٥٠ افغانيو ٢٣٠٠ ته را ټيټه شوې او د يوه ګرام ٥٨٥ عيار روسي سرو زرو بيه د تېرې اوونۍ په څېر ١٩٠٠ افغانۍ ده.
هغه زياته کړه چې په کابل کې د عربي سرو زرو بيه په نړيوالو بازارونو کې د بيو له غورځېدو سره تړلې ده.
د کابل د شهزاده سراى د صراف احمدشاه د معلوماتو پر بنسټ، نن د يوه امريکايي ډالر د اخيستو ارزښت ٦٦،٦٨ افغانۍ او د زرو کلدارو ارزښت ٦٤٧ افغانۍ دى.
تېره پنجشنبې د يوه امريکايي ډالر د پېر بيه ٥٥،٦٨ افغانۍ او د زرو پاکستاني کلدارو پېر بيه ٦٤٥ افغانۍ وه.
برچسب:
نویسنده: کاوه محمدزادگان