
جلال اباد (پژواک، ٢٣ غويى ٩٥): د ننګرهار په غني خېلو ولسوالۍ کې د کلينيک مخې ته ځانمرګى بريد شوى دى.
د ننګرهار ولايت مطبوعاتي دفتر وايي، چې د غني خېلو ولسوالۍ کلينيک ته نږدې يوه چاودنه شوې ده.
سرچينې په دې اړه نور معلومات ورنه کړل، خو يوې بلې سرچينې پژواک ته وويل چې د غني خېلو کلينيک مخې ته ځانمرګى بريد شوى دى.
سرچينه وايي چې په دې پېښه کې يو سيمه ييز پوليس وژل شوى او يو شمېر نور کسان ټپيان شوي دي.
د ننګرهار د امنيې قوماندانۍ وياند حضرت حسين مشرقيوال هم ځانمرګى بريد تاييد کړ، خو د مرګ ژوبلې په اړه يې معلومات نه درلودل.
په دې اړه به نور معلومات وروسته خپاره شي.
برچسب:
نویسنده: کاوه محمدزادگان