خرید بک لینک

چاريکار (پژواک، ٢٣ غويى ٩٥): د سختو سېلابونو له امله د کابل- شمال لويه لار په سالنګ کې تړل شوې ده.

د سالنګونو د څارنې او ساتنې ادارې مسوول جنرال عبدالرجب د غويي په ٢٣مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې تر سختو بارانونو وروسته تېره شپه لس بجې په شمالي سالنګ کې سېلابونه راغلي دي.

هغه زياته کړه چې د دغو سېلابونو له امله د شمالي سالنګ له پل ملخان څخه تر چوخک سيمې پنځه کيلومتره سړک ځاى ځاى تخريب شوى دى.

جنرال رجب وايي چې د کابل- شمال لويه لاره د تېرې شپې له لسو بجو راهيسې بنده ده او دوى يې د خلاصولو لپاره هلې ځلې پيل کړې دي.

نوموړي زياته کړه چې د بغلان ولايت د بغلان مرکزي ولسوالۍ او د پروان د جبل السراج ولسوالۍ په مربوطاتو کې سلګونه موټر او زرګونه سپرلي بند پاتې دي.

ده هيله څرګنده کړه چې تر نن ماښامه پورې به لاره پرانيستل شي.

برچسب: نویسنده: کاوه محمدزادگان تاريخ: پنجشنبه 23 ارديبهشت 1395 ساعت: 12:50

صفحه بندی