
کابل (پژواک، ٢٢ غويى ٩٥): د پښتو او دري ژبو د پياوړي څېړونکي، ليکوال او شاعر څېړنپوه عبدالله بختاني خدمتګار د زېږېدو د نوي يمې کاليزې نمانځغونډه په کابل کې وشوه.
دغه علمي - تحقيقي سيمينار د افغانستان د علومو اکاډمۍ د ژبو او ادبياتو مرکز له خوا جوړ شوى و، چې په کې لسګونو پوهانو، د پوهنتونونو استادانو، فرهنګيانو او ليکوالو برخه اخيستې وه.
د ژبو او ادبياتو مرکز علمي غړي څېړندوى محمداصف احمدزي، پژواک خبري اژانس ته وويل چې د غونډې په لومړۍ برخه کې د ولسمشر او اجراييوي رييس د پيغامونو ترڅنګ، د ځېنو وزارتونو او د پوهنتونونو پيغامونه ولوستل شول.
ده زياته کړه، د غونډې په دوهمه برخه کې پوهانو د استاد بختاني د ژوند، اثارو، علمي او فرهنګي هڅو او د هغه د شخصيت په اړه مقالې ولوستې.
د ولسمشر په پيغام کې راغلي، استاد خدمتګار بختاني د يوه شاعر، محقق، داستان ليکونکي، ژورنالېست، مؤرخ او اديب په توګه شاوخوا اوياله کاله د افغانستان د ادب او فرهنګ لپاره کار کړى او په لسګونو ګټور اثار يې ليکلي دي. امېد دى چې په دغه علمي غونډه کې د استاد بختاني په ژوند، اثارو او هڅو باندې لازمه رڼا واچول شي.
هغه زياته کړې، دا غونډه نه يواځې د هېوادني فرهنګ د يوه خدمتګار د قدراني غونډه ده، بلکې د افغانستان د ادبياتو د تاريخ د غنا لپاره او ځوان کهول ته د الهام ورکولو لپاره د يوه ګټور فرصت حيثيت لري.
دغه راز د اجرائيه رياست په پيغام کې راغلي: "خوښ يم چې د علومو اکاډمي د افغانستان يو داسې حقدار ليکوال او څېړونکى سرمحقق استاد عبدالله بختانى خدمتګار نمانځي او د هغه له هڅو ستاينه کوي، چې لسګونه کاله يې د پښتو ادب، څېړنې، ليکوالۍ او په ازادۍ غوښتونکو مبارزو کې تېر کړي دي."
د هغه په وينا، د ملي يووالي حکومت د استاد بختاني خدمتګار له هڅو ستاينه او مننه کوي او هغه، ځوان نسل ته د ښه الګو په توګه معرفي کوي، چې د راتلونکې لارې مشال يې کړي.
د غونډې په پاى کې يو پرېکړه ليک صادر شو چې په کې يادونه شوې وه، چې د استاد بختاني د زېږېدو په ټاټوبي (د ننګرهار سره رود ولسوالي) کې د ده په نوم يو ښوونځى يا سړک ونومول شي او هم د هغه په اړه دې ته ورته يو سيمينار په ننګرهار کې ترسره شي.
په پرېکړه کې زياته شوې، د افغانستان د علومو اکاډمۍ د کتابتون يوه برخه دې د خدمتګار اثارو ته ځانګړې شي او هم دې د نوموړي ناچاپ اثار د علومو اکاډمي، اطلاعات او فرهنګ او سرحدونو او قبايلو چارو وزارتونو له لوري چاپ شي.
عبدالله بختانى له نن څخه ٩١ کاله وړاندې (١٣٠٤لمريز کال) د ننګرهار د سره رود ولسوالۍ په بختاني کلي کې زېږېدلى دى. نوموړى تر سلو ډېر چاپ اثار لري او له دې سربېره ځيني نور ناچاپ اثار هم لري.
نوموړى د پښتو ټولنې او بيا د علومو اکاډمۍ علمي غړى پاتې شوى او له دې سربېره يې ځينې نورې دولتي علمي او مطبوعاتي چارې ترسره کړې او د ځينو خپرونو مسوول مدير هم پاتې شوى دى.
د هغه د ځينو اثارو نومونه دا دي: پښتانه د علامه اقبال په نظر کې، پښتانه شعراء (څلورم، پنځم، شپږم او اوم ټوکونه)، د سيد جمال الدين افغان د ژوندانه هدف، ابن سينا اديب طبيب، تذکره نويسى معاصر به ارتباط شعر درى در افغانستان.
برچسب:
نویسنده: کاوه محمدزادگان