خرید بک لینک

کابل (پژواک ٢١ غويى ٩٥): ولسمشر غني د تاجکستان له ولسمشر سره په ګډه خبري ناسته کې وويل، ترهګري نه دین، نه سرحد او نه ملت پېژني او پر ضد يې مبارزه سيمه ييزې همکارۍ ته اړتيا لري.

د ولسمشرۍ له مطبوعاتي دفتر څخه پژواک خبري اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې ولسمشر محمد اشرف غني او د تاجکستان جمهور رئیس امام علي رحمان، نن له غرمې مخکې د تاجکستان د پلازمېنې دوشنبې په ملت ماڼۍ کې ګډ خبري کنفرانس ته ویناوې وکړې.

سرچينه کاږي، د تاجکستان جمهور رئیس یاد هېواد ته د ولسمشر غني لومړنی رسمي سفر د دواړو هېوادونو د دوستانه اړیکو د پیاوړتیا او د مناسباتو د لا پراختیا په برخه کې مهم وباله او ويې ويل، چې دوى به د دواړو هېوادونو په کچه دغه وړ سفرونه او لیدنې زیاتې کړي.

د ده په وينا، په راتلونکو دوو ورځو کې په تاجکستان کې د کاسا ۱۰۰۰ پروژې د کار عملي پیل د سیمې په کچه زموږ د مشترکو او هدفمندانه هڅو او همکاریو څرګنده نښه ده.

هغه زیاته کړه، د دې پروژې تطبیق د سیمې لپاره حیاتي ارزښت لري، چې د سیمې د هېوادونو او ولسونو د ژوند په پرمختګ، هوساینه او ابادۍ کې به پام وړ اغېز ولري.

د تاجکستان جمهور رئیس د ترهګري، د نشه یي توکو د قاچاق او د نورو لویو جنایتونو پر ضد په سیمه ییزه او نړیواله همکاریو او ګډې مبارزې تینګار وکړ او ويې ويل، په نړۍ کې وروستیو بېلابېلو پېښو وښودله چې ترهګري، د نشه یي توکو قاچاق او افراطیت ګډ خطر دی.

امام علي رحمان په ټینګار وویل، تاجکستان له افغانستان سره په اقتصادي، سوداګریزو، پانګونې او تخنیکي برخو کې د پراخو نړیوالو همکاریو غوښتونکی دی.

هغه څرګنده کړه، چې افغانستان او تاجکستان په اوسنيو حالاتو کې ډېرې مشترکې ګټې لري چې د دواړو هېوادونو او ټولې سیمې د امنیت او ثبات د تامین او پرمختګ لپاره ګټورې دي.

د خبرپاڼې د معلوماتو له مخې، په دې کنفرانس کې ولسمشر محمد اشرف غني وویل، افغانستان او تاجکستان مشترک تاریخ، فرهنګ، ژبه او ګټې لري او د همدغو مشترکو ګټو له برکته زموږ عمیق او عظیم فرهنګي علایق او اړیکې چې د یو څه وخت لپاره قطع شوې وې، د تاجکستان له خپلواکۍ وروسته بیا احیا شوې دي.

نوموړي د افغانستان د راتلونکي په اړه د امام علي رحمان لیدلوری بااعتباره وباله او زیاته یې کړه، تاسو باور لرئ چې د افغانستان دولت او ملت به وتوانېږي چې ثبات، سوکالي او سیمه ییزه همکاري رامنځته کړي.

محمد اشرف غني څرګنده کړه، موږ د کاسا ۱۰۰۰ پروژې بشپړ ملاتړ کوو او افغانستان به د کاسا ۱۰۰۰ په برخه کې ټولې شته ستونزې حل کړي.

ده وویل، کاسا یواځې پروژه نه، بلکې زموږ د ارادې نمونه، سمبول او نښه ده، چې وېشلې اسیا به بېرته سره ونښلوي.

هغه زیاته کړه، د انرژي د تولید ملي نظامونه په پراخه سیمه ییزو چوکاټونو بدلېږي، ترڅو د تاجکستان له سرشارو طبیعي زېرمو څخه د ټولې سیمې د رفاه لپاره ګټه واخلو.

د ده په وينا، تاجکستان او افغانستان د کاسا ۱۰۰۰ پروژې ترڅنګ د انرژي د تولید، انتقال او مصرف په برخه کې هر اړخیزې او دوامداره همکارۍ لري، چې په دې برخه کې شته ظرفیتونو ته به لا انکشاف ورکړو.

غني څرګنده کړه، له جنوبي اسیا سره د تاجکستان د مواصلاتي ارتباطاتو تامینول زموږ له اصولي اهدافو څخه دي؛ څومره چې اقتصادي مناسبات پراخېږي، نو همغومره د باور پیمانه زیاتېږي.

اشرف غني وویل، د ورېښمو لار په حقیقت کې یو نظام و چې د سیمې په کچه یې یو مشترک عظیم فرهنګ ایجاد کړ. هغه د ورېښمو د لارې په بیا احیا په ټینګار سره وویل، نن بیا هم په هغه کې د ارتباط لارې برابرېږي او زما عمده ټینګار په دې دی چې نوري فایبر یا اپټيک فایبر دې هم احیا شي، ترڅو همه جانبه اړیکې تامین شي.

ده زياته کړه، ترهګري نه دین، نه سرحد او نه ملت پېژني. دا یو مشترک خطر دی او موږ له دغې شومې او نړیوالې پدیدې سره د مقابلې په لومړۍ کرښه کې یو. د ترهګري د محوه کولو لپاره زموږ حرکت او اراده هراړخيزه ده.

هغه په ټینګار وویل، د ترهګري پر ضد مبارزه سیمه ییزې همکارۍ ته اړتیا لري، ټوله سیمه باید دې پایلې ته ورسېږي چې د حکومتونو پرځای د غیر دولتي بنسټونو تمویل د ترهګري د ښه او بد تفکیک موږ ټول متضرره کوي.

غني څرګنده کړه، که د تاجکستان او افغانستان تر منځ سرحدي همکاري او په دې برخه کې شوي اقدامات له چین سره درې اړخیزه شي، نو د باور یو لویه فضا به ایجاد شي او موږ په هر اړخیزه توګه د دې همکارۍ غوښتونکي یو.

نوموړي همدارنګه د نشه یي توکو د قاچاق، ترهګري او افراطیت پر ضد د موثرې مبارزې لپاره د هغو د تمویلوونکو منابعو په کشف ټینګار وکړ.

هغه وویل، ترهګر د بې ګناه خلکو خطر ته ژوند پېښوي.

محمد اشرف غني د خپلو خبرو په پای کې وویل، زموږ همکارۍ حد او حدود نه لري او هیله ده چې د افغانستان او تاجکستان مناسبات ورځ تر بلې پراخه شي.

له بلې خوا، د ولسمشرۍ ماڼۍ وايي، ولسمشر محمد اشرف غني ته د تاجکستان جمهور رئیس امام علي رحمان د یو لړ رسمي تشریفاتي مراسمو په ترڅ کې، نن سهار په پلازمېنه دوشنبه کې ښه راغلاست ووایه.

له ارګ څخه پژواک اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې امام علي رحمان تاجکستان ته د افغانستان د ولسمشر لومړی رسمي سفر د دواړو هېوادونو د مناسباتو او هر اړخیزو همکاریو د پراختیا په برخه کې مهم ګام وباله.

سرچينه کاږي، دواړو لوریو په دې کتنه کې چې په ملت ماڼۍ کې ترسره شوه، د دواړو هېوادونو تر منځ د همکاریو او اړیکو د پراختیا، د وروستیو سیمه ییزو او نړیوالو سیاسي تحولاتو او د افغانستان د اوسنۍ وضعې په هکله بحث او خبرې وکړې.

ولسمشر غني په دې کتنه کې ويلي، افغانستان او تاجکستان نه یواځې دا چې د لیدلوري اختلاف نه لري، بلکې د سولې، ثبات او رفاه په هکله دواړه هېوادونه مشترک لیدلوری لري.

هغه زیاته کړه، باثباته افغانستان د تاجکستان په ګټه دی.

د ده په وينا، افغانستان له مرکزي اسیا څخه جنوبي اسیا ته د انرژي د انتقال ښه مسیر دی او موږ ژمن یو، چې د سیمې ټولو هېوادونو ته د تاجکستان د ترانزیت لاره برابره کړو.

نوموړي د افغانستان او تاجکستان تر منځ سرحدي همکاري مهمه وبلله او زیاته یې کړه، د تاجکستان او افغانستان تر منځ په سرحدي سیمه کې امنیت زموږ لپاره حیاتي ارزښت لري.

هغه وویل، د افغانستان د ملي امنیت شورا سلاکار به په نږدې راتلونکي کې په همدې خاطر تاجکستان ته سفر وکړي.

په دې کتنه کې د تاجکستان رئيس جمهور ويلي، افغانستان په سیمه کې د دوى مهم شریک دی او له افغانستان سره دوستانه مناسبات زموږ لپاره زیات اهمیت لري، ځکه دوى له افغانستان سره اوږد سرحد لري او له دې امله د افغانستان ثبات ورته مهم دی.

ده زياته کړې، په افغانستان کې د تېرو شلو کالو په پرتله زیات مثبت تغيیرات لیدل کېږي او دا د افغانستان د روښانه راتلونکي امېدواري زیاتوي.

هغه څرګنده کړه، د کاسا ۱۰۰۰ پرانیسته د سیمې د هوساینې او پرمختګ لپاره ښه پیل دی. همدارنګه نوموړي د دواړو هېوادونو تر منځ په اقتصادي، فرهنګي او هر اړخیزو همکاریو ټینګار وکړ.

د تاجکستان جمهور رئیس افغانستان د انرژي د انتقال لپاره لنډ او مناسب مسیر وباله.

نوموړي زیاته کړه، له افغانستان سره په ټولو برخو کې صمیمانه همکاریو ته تیار یو.

همدارنګه دواړو لوریو د مجرمینو د تبادلې په برخه کې د دواړو هېوادونو په ګډو همکاریو ټینګار وکړ.

ولسمشر غني له امام علي رحمان څخه د ده د ښې مېلمه پالنې له امله مننه وکړه او هغه ته یې افغانستان ته د رسمي سفر بلنه ورکړه، چې د تاجکستان جمهور رئیس د مننې په ادا کولو د ولسمشر بلنه ومنله او ټينګار یې وکړ، چې د دواړو هېوادونو تر منځ رسمي مناسبات او سفرونه باید زیات شي.

برچسب: نویسنده: کاوه محمدزادگان تاريخ: سه شنبه 21 ارديبهشت 1395 ساعت: 22:34

صفحه بندی