
خوست ښار (پژواک، ٢١ غويى ٩٥): په خوست ولايت کې د هاکي پيل شوې سيالۍ د دوه مندې ولسوالۍ لوبډلې په بريا او اتلولۍ سره پاى ته ورسېدې.
د يادو لوبو پایلوبې ته د خوست مرکز او دوه منده ولسوالی لوبډلې وتلې وې چې دواړو لوبډلو ډېره په زړه پورې لوبه وکړه او د لوبې په اوله نيمه کې دوه منده لوبډلې وکولی شول چې مخالفې لوبډلې ته يو ګول ورکړي.
په دويمه نيمه کې د مرکز لوبډلې بيا پر دې وتوانېده چې د خپل ګول غچ واخلي او لوبه برابره کړي، خو د لوبې په وروستيو کې يو ځل بيا د دوه مندې لوبډلې د بريا ګول وواهه او دغه بريا يې تر پايه وساتله.
د خوست د المپيک امر عزيز ملنګ د پایلوبې پر مهال پژواک اژانس ته وويل چې يادې لوبې د خوست ښاروالۍ په مالي لګښت د هاکي فدراسيون له لوري پيل شوې وې چې د خوست مرکز په ګډون د اوو ولسواليو لوبډلو په کې ګډون کړي و.
هغه زياته کړه چې يادو لوبو کې د عليشېرو، تڼيو، اسمعيل خېلو مندوزيو، ګربزو، باک، دوه منده، نادرشاه کوټ او مرکز لوبډلو برخه اخيستې وه.
دى وايي: ((موږ تل هڅه کوو هغه ورزشي رشتې چې يو څه وروسته پاتې دي، را ژوندۍ کړو او پر پښو يې ودروو.))
عزيز ملنګ زياته کړه چې د خوست د ورزش راتلونکی ډېر روښانه دی او دا مهال د خوست ګڼ لوبغاړي د هېواد په ملي لوبډلو کې لوبېږي او د هاکي په ملي لوبډله کې هم د خوست پنځه لوبغاړي لوبه کوي.
بلخوا د هاکي لوبې ځيني لوبغاړي بيا وايي چې د يوه معياري لوبغالي او د سپورتي لوازمو نه شتون هغه ستونزې دي چې د دغه ولايت د هاکي لوبې لوبغاړي ورسره مخ دي.
د عبدالناصر په نوم د هاکي لوبې يوه لوبغاړي پژواک اژانس ته وويل چې دوی په خوست کې د هاکي لوبې لپاره هېڅ لوبغالی نه لري او دا مهال د فوټبال په اکاډمۍ کې لوبې ترسره کوي.
هغه زياته کړه: ((په خوست کې د هاکي لوبې مينه وال ورځ تر بلې ډېرېږي، نو موږ د المپيک له ملي ادارې غوښتنه کوو چې د خوست په مرکز او يو شمېر ولسواليو کې د هاکي لوبې معياري لوبغالي جوړ کړي.))
د ولي ګل په نوم يو بل لوبغاړی بيا وايي چې زياتره وخت دوی ورزشي لوازم په خپلو پيسو اخلي او ډېر کم داسې پېښ شوي چې دوی ته دې المپيک ادارې ورزشي توکي ورکړي وي.
هغه وايي: ((زموږ ډېر لوبغاړي له سختو اقتصادي ستونزو سره مخ دي، دوی نه شي کولی چې پر خپلو يېسو باندې ورزشي توکي واخلي، نو د المپيک له امريت څخه غوښتنه کوو چې د لوبغاړو اقتصادي ستونزې دې په نظر کې ونيسي.))
د لوبې په پای کې د لومړي، دويم او درېيم مقام ګټونکو لوبډلو ته مډالونه او تحفې ورکړل شوې چې اول مقام دوه مندې ولسوالۍ ته، دویم مقام مرکز لوبډلې ته او درېیم مقام علیشېرو ولسوالۍ ته ورکړل شو.
برچسب:
نویسنده: کاوه محمدزادگان